د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې تعلیمي ادارې بیا پرانیستل شوې


په کورمه کې د ترهګر برید وروستو تعلیمي ادارې یو ځل بیا پرانستل شوي دي. په سیمه کې سکولونه کالجونه له تېرو یولس ورځو تړلې پراته وو.

د تعلیم د محکمې یو چارواکي بیت الله وزیر د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د امنیت تر جاج اخیستو وروسته پولیټیکل انتظامیې د تعلیمي ادارو د پرانیستو پریکړه کړې ده.

د تعلیم اداره وايي، دا وخت په کورمه کې ۵۵۰ سرکاري سکولونه او ۱۰۰ شخصي سکولونه دي چې پکې ۱۰۰،۰۰۰ کسان زده کړې کوي.

په کورمه کې د سکولونو استادانو او زده کوونکو ویلي، په سیمه کې په بیا بیا د تعلیمي ادارو تړلو له کبله د زده کړو لړۍ اغېزمنه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG