د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه سبا کېږي


په مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي د جمعې پر ورځ به په غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ څانګې مشر اشرف حیدري وکړي.

سفارت د چارشنبې پر ورځ د روسیې انټرفیکس اژانس ته ویلي دي د کوربه هېواد ترڅنګ به د منځنۍ اسیا پینځه هېوادونه، چین، ایران، پاکستان او هند د افغانستان په اړه په غونډه کې برخه اخلي.

روسیې په دې غونډه کې امریکا ته هم د برخې اخیستو بلنه ورکړې وه، خو امریکا په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې.

په فبرورۍ کې په مسکو کې په ورته غونډه کې د شپږ هېوادونو استازیو برخه اخیستې وه خو د کابل پلاوی پکې نه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG