د لاسرسي ځای

ملالې ته د کاناډا افتخاري تابعیت ورکړل شو


د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري شهریت ورکړل شوی دی.

نوموړې د چارشنبې پر شپه د کاناډا پارلېمان ته وینا وکړه.

۱۹ کلنه ملاله تر ټولو ځوانه نجلۍ ده چې هغه پارلېمان ته یې وینا وکړه.

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو چې د افتخاري تابعیت سند ورکاوه نو هغې ته یې وویل: ((ملالې ستا داستان موږ ټولو ته د الهام سرچینه ده.))

تر ملالې مخکې پینځو نورو نومیالیو کسانو ته د کاناډا افتخاري شهریت ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۴ز کال کې نوموړې ته دا تابعیت ورکړل شي خو پر پارلېمان د وسله وال برید له کبله دا کار وځنډول شو.

ملالې په سوات کې د نجونو تعلیم لپاره غږ پورته کړی وو چې بیا طالبانو په ډزو وویشته او ژوبله یې کړه.

XS
SM
MD
LG