د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: هندی جاسوس کلبوشن یادو په ایران کې نه دی نیول شوی


د پاکستان دفاع وفاقي وزير خواجه آصف د هند خارجه وزيرې سشما سوراج تورونه رد کړي دې اووايي په هېواد کې یې نیول شوي هندي جاسوس خپلې کړې ورانکارۍ منلې هم دي.

د سېشنبې ورځ د هند بهرنیو چارو دفتر یوې خبرپاڼې ويلي ول چې کلبوشن یادو په ۲۰۱۶مکال له ایرانه تښتول شوی او بیا پاکستان ته وړل شوی وو.

د هند خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي دي چې د۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې له پنځویشتمې نېټې د روان کال د مارچ یودېرشمې نېټې په مینځ کې په اسلام اباد کې د هند های کمېشنر کلبوشن یادو ته دېرش ځله د رسایې درخواست کړی وو خو د پاکستانيو چارواکو ورته هېڅ مثبت ځواب و نه وایه.

د نهې ورځ ماښام د پاکستان دفاع وفاقي وزير خواجه آصف سېنېټ ته د خپل بيان وړاندېکولو مهال وویل چې کلبوشن يادو په پاکستان کې نيول شوی دی او له تېرو درو څلورو مياشتو د هغه خلاف مقدمه روانه وه.

د خواجه آصف په وینا د کلبوشن په پاکستان کې له خلکو سره اړيکې وې او د پاکستان د سلامتې پرضد هلو ځلو کې ککړ پاتی شوی دی او عدالت ټولو قوانينو ته په کتو هغه ته د مرګ سزا اورولې ده.

خواجه آصف زياته کړه چې د هند جاسوس کلبوشن يادو د سزا خلاف اپيل په ۶۰ ورځو کې جمع کولی شي.

خواجه آصف په خپل بيان زياته کړې چې په پاکستان کې کېدونکې ترهه ګري او د ملک سلاميت ته نقسان رسونکي که د پولې هاغي غاړې نه راځي او که د ملک دننه وي هغوي خلاف به هر قسمه کاروايانې کولې شي۔

کلبوشن یادو تېر کال د مارچ میاشته کې په بلوچستان کې نیول شوې وو.

د نیولو ورستیو د نوموړي یو ویډیو هم مخې ته راغلې وه چې پکې یې د خپل جرمونو اعتراف کړې وو۔

د سعودي عرب په مشرۍ کې د اسلامي عسکري اتحاد په اړه د دفاع وزير خواجه آصف ووېل چې سعودي عرب د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال راحيل شريف لپاره پاکستان ته خط لېکلې وو خو راحيل شريف په دې لړ کې له اين او سي لپاره لا درخواست نه دې ورکړې۔

خواجه آصف زياته کړه چې د ځرمين شريفين حفاظت کول زموږ فرض دي۔خو پاکستان پوځ بهد هېڅ يو اسلاميملک پر ضد نه استعمالېږي.

XS
SM
MD
LG