د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله به د سولې استازې په توګه اغېزناکه رول و لوبوای شي؟


ملاله يوسفزۍ لومړۍ پښتنه وه چې د سولې نړيواله جايزه يې ګټلې وه او لومړۍ پښتنه ده چې د ملګرو ملتونو د سولې استازې ټاکل شوې.

ملګرو ملتونو د اپريل پر لسمه ملاله يوسفزۍ د سولې استازې و تاکله.

تر اعلان له مخه د سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتيريش ويلي وو، ملاله يوسفزۍ په نړيواله جايزه ګټونکيو کې تر ټولو کم عمره وه او ژر به د ملګرو ملتونو د سولې تر ټولو کم عمره استاژې و ټاکل شي.

خو په نورو ټکو کې ملاله يوسفزۍ لومړۍ پښتنه وه چې د سولې جايزه يې ګټلې وه او اوس لومړۍ پښتنه ده چې د ملګرو ملتونو د سولې پيامبره شوه.

ددې مبارزې وار له مخه په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې خلک په تېره بيا د نجونه د زدکړو او نورو بشري حقونو ترلاسه کولو ته هڅولي دي.

خو ايا اوس به د ملګرو ملتونو د سولې استازې په توګه دا په سيمه کې د سولې او نجونو د زدکړو لپاره اغېزناکه رول و لوبولای شي؟

د باچا خان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن مشر خادم حسين او د ملالې يوسفزۍ د مبارزې څېړونکې د کوټې نجونو کالج ښوونکې ساره خان د بحث مېلمانه دي.

ايا ملاله به د سولې استازې په توګه اغېزناکه رول و لوبوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:01 0:00

XS
SM
MD
LG