د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د القاعده برصغير پينځه وسله وال نيول شوي دي


له ارشیفه
کراچۍ کې د ۲۰۱۳م کال یو تصویر
له ارشیفه کراچۍ کې د ۲۰۱۳م کال یو تصویر

د پاکستان نيم پوځي ځواک رېنجرز ويلي چې د ردالفساد عملياتو په برخه کې يې په يو پټ خبر د کراچۍ په مواچ ګوټ سيمه کې د یوې کاروايۍ پرمهال پينځه وسله وال نيولي چې تعلق يې له القاعده برصغير سره دی.

د نيم پوځي ځواک رېنجرز د کراچۍ په مرکزي دفتر کې يوې خبري غونډې ته د وېنا پرمهال د رېنجرز يو مشر کرنل قیصر وويل چې د وسله والو له قبضې يې يو خودکش جېکټ، څلور لاسي بمونه، څلور بال بمونه، څلور اېس اېم جي ټوپکې او د دوو تماچو پشمول نوره وسله هم ترلاسه شوې ده.

د کرنل قېصر په وېنا چې په نيول شوو کسانو کې طاهر زمان، محمدنواز، بلال احمد او درمحمدشهدي شامل دي او د ټولو تعلق د القاعده برصغير ډلې سره دی.

((په ۲۰۱۲م ملزم سره د خپلو ملګرو د کراچۍ سيرينا مال سره نزدې بمي چاودنه کړې وه چې پکې څلور پينځه کسان ژوبل شوي وو. فرحان صديقي په ۲۰۰۸م په القاعده کې ګډون وکړو او تربيه يې هم ترلاسه کړه او بيا ده ته د القاعده ډلې د پاکستان مشر استاذ احمد فاروق په کراچۍ کې د دغه ډلې لپاره د خلکو د بهرتي کولو ذمه واري ورکړه.))

کرنل قېصر زياته کړه چې د نيول شوو کسانو د ولقې نه ترلاسه شوي لېپ ټاپ کې د مهمې ودانۍ انځورونه، ملک دښمنه ليکونه او خطونه هم موجود وو کوم چې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو سره د دوي د اړيکو پخلی کوي.

د طاهرزمان په اړه کرنل قېصر وويل چې هغه په ۲۰۱۳م په افغانستان او ميران شاه کې وسله وال تربيت ترلاسه کړو او هم په دغه کال يې د کراچۍ په ويټا څلورلارې د خپلو ملګرو سره په شريکه دوه پوليس سرتيري او په بلال څلورلاري د يو ګرنېډ بريد د لارې يې دوه پوليس سرتيري ووژل.

د محمدنواز په اړه کرنل قېصر وويل چې هغه په ۲۰۱۲م په القاعده کې ګډون کړی وو او تحريک طالبان پاکستان ډلې ته به يې د پوځ، پوليس او استخباراتي اهلکارانو په اړه معلومات ورکول.

درېم تن بلال احمد د صفورا پېښې د مرکزي ملزم طاهرمنهاس نزدې ملګری ښودل شوی د چا په وېنا چې بلال اته مړي کړي وو.

څلورم تن فرحان صديقي دی او د رېنجرز چارواکو په وېنا هغه په ۲۰۰۸م په القاعده کې ګډون کړی وو.

د پينځم تن په اړه کرنل قېصر وويل چې درمحمد شهدي د ۲۰۰۸م راهسې د القاعده ډلې برخه وو.

رېنجرز چارواکو دا عمليات په ملک کې روان د ردالفساد عملياتو برخه ښودلي او ويلي يې دي چې د دوي کاروايانې به هم دا رنګ دوام لري.

XS
SM
MD
LG