د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو شناختي کارډونو بندولو ضد احتجاج کوو'


اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

عوامي نشنل ګوند په پاکستان کې د پښتنو شناختي کارډونو بندولو پرضد د احتجاج اعلان کړی دی.

د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان د سېشنبې په ورځ ناوخته په پېښور کې یوې غونډې ته وویل چې د ګوند ټول سېنېټران به تر هغه وخته د پارلېمان مخې ته ناست وي چې دا مسله نه وي هواره شوې.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا هم څو ځله پر دې مسله احتجاج شوی چې د دوی په وینا پاکستاني حکومت د لاکونو پښتنو شناحتي کارډنه بند کړي دي.

خو د پاکستان مرکزي حکومت دا خبره ردوي چې یوازې د پښتنو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG