د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: ۵۵ زره افغانان په هیواد کې دننه بې کوره کړل شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې په روان کال کې تر اوسه نژدې پنځه پنځوس زره افغانان په هیواد کې دننه بې کوره کړل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله ویلي چې په ځینو سیمو کې د امنیتي حالت خرابیدو دا افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړي.

په راپور کې ویل شوي چې دا شمیرې تایید شوې دي خو زیاتوي چې ښايي اته ویشت زره نورو افغانانو هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له کبله خپل کورونه پرېیښي وي.

ملګري ملتونه وايي د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې ځينې خلک اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG