د لاسرسي ځای

ټرمپ: تیار یو چې د شمالي کوریا مسله له چینه پرته هواره کړو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ، دوی تیار دي چې که اړتیاوي نو د شمالي کوریا مسله له چینه پرته هواره کړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ ناوخته پر ټیوټر پاڼه ولیکل چې شمالي کوریا ځان ته مسله جوړوي.

هغه وویل،که چېرې چین د دې مسلې په هواري کې ورسره مرسته وکړه نو ښه به وي ګنې نو امریکا به یې له چینه پرته هواره کړي.

نوموړي وویل چې ده د چین ولسمشر ته دا خبره څرګنده کړې چې که د شمالي کوریا مسله هواره کړي نو له امریکا سره به تجارتي تړون ډېر ګټور وي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل چینايي سیال ژي جي پینګ سره د اپرېل پر شپږمه او اومه نېټه د امریکا په فلوریډا ایالت کې کتلي وو.

نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې که چین د شمالي کوریا د ایټمي فعالیتونو مخه ونه نیوله نو امریکا یې په خپل سر پرضد ګام اخیستلای شي.

چین له شمالي کوریا سره پوله ، نژدې اړیکې او تر بل هر هیواد زیات نفوذ پرې لري.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG