د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسد قیصر په اړه دې پلټنې وشي'


د پاکستان د احتساب ادارې امر کړی دی چې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر او د واکمن تحریک انصاف ګوند مخکښ اسد قیصر په اړه دې پلټنې وشي.

دا له هغه وروسته ده چې یادې ادارې ته د ناڅرګند شوو کسانو له خوا شکایت شوی چې اسد قیصر درغلۍ کړي او له خپلې دندې یې د خپلوانو لپاره ګټه اخیستې ده.

خو د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر امتیاز شاهد بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا تورونه بې اساسه دي.

بل پلو په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزېشن غړو ویلي چې اسد قیصر باید تر هغه وخته د سپیکر له دندې لاس واخلي تر څو چې دا مسله نه وي هواره شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG