د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په تور دوه نور کسان اعدام کړل


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – آی ایس پي آر – پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې دوو کسانو ته د سېشنبې په ورځ د پنجاب په ساهیوال کې د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

بیان لیکي چې دې دواړو کسانو په تحریک طالبان پاکستان پورې اړه درلوده او دوی امنیتي او ولسي وګړي وژلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وویل ، په پاکستان کې د مرګ په سزا کې کمی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG