د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا او فاټا کې تعلیمي کمپاین پیل شو


د خيبر پښتونخوا تعليم محکمې تر مخه له تيرو درې کلنو په شان سږ کال هم د سکولونو بهر ماشومان سکولونو ته بيا راوستو لپاره داخله مهم پیل شوي دي چې پکې شاوخوا نهو لکو ماشومان به سکولونو کې داخلولی شي.

د خيبر پښتونخوا ايلمنټرې اينډ سيکنډري ايجوکېشن محکمې ميډيا ايډوايزر نجيع الله خټک مشال راډیو ته وويل چې په دې کمپاين کې به د سکولونو له استازانو سره د مور پلار او د مقامي حکومتونو د غړيو مرستې ترلاسه کولې شي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا په ګورنر هاوس کې د ګل په ورح ګورنر اقبال ظفر جګړا هم په فاټا کې د سکولونو ماشومانو لپاره داخلې مهم افتتاح کړې چې په فاټا کې شاوخوا دوو لکو ماشومانو به په اسکولونو کې داخلولې شي.

د مارچ په مياشت کې د پاکستان تعليم وفاقي وزارت د تعليم په اړه د ۱۶-۲۰۱۵م رپورټ کې ويلي وو چې دا وخت په ټول ملک کې دووه کروړو زيات ماشومان د سکولونو بهر دي چې پکې په فاټا کې ۵۸ فيصده ماشومان له تعليمه محرومه دي او په خېبر پښتونخوا کې۳۶ فيصده ماشومان لا اوس هم د سکولونو بهر دي.

په پاکستان کې د تعليم په اړه کار کوونکې يوې غېر سراکاري ادارې الف چارواکي سلمان نويد مشال راډیو ته وویل چې د داخلې مهم په خپل ځای ډېر مهم ګام دې خو ماشومان سکولونو ته راوستو لپاره نه یوازې کمپاين چلول ضروري دي بلکې په دې هم غور کول پکار دي چې دا ماشومان زده کړې ولې په نيمې کې پريږدي او د دې مخنيوۍ به څنګه کېږي.

((په پاکستان کې او په خصوصي توګه خيبر پښتونخوا کې دا وخت دا چيلنج رامخې ته دې چې د پرايمري سکولونو وروسته اتم لسم جماعت سکولونه کم دي د څه له وجې چې ماشومان خپل تعليم پرېږدي او د امنيت او نورو مجبورو له وجې لرو پرتو سيمو کې سکولونو ته نه ځي دې نه علاو زموږ د سکولونو حالات د تسلۍ وړ نه دي او نه دې سکولونو کې معياري زده کړې ورکړې کېږي او د ټولو زيات دا چې د ماشومانو دلچسپۍ لپاره هېڅ يو داسې ماحول نه وي چې هغوي زده کړو ته يا سکول تللو ته زړه وشي۔حکومت له به په دې اړخونو کار کول وي چېدا شان د ماشومانو د سکولونو نه وتلو شرح باندې قابو وموندې شي))

XS
SM
MD
LG