د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کلبوشن ژغورنې لپاره هند تر هره حده تللای شي'


د هند خارجه وزیرې سشما سوراج
د هند خارجه وزیرې سشما سوراج

د هند خارجه وزیرې سشما سوراج د پارلېمان راجیه سبها ته ویلي که د پاکستان لخوا د کلبوشن یادو په سزا عملدرامد وکړل شو نو دا اقدام به دوه اړخېزه تعلقاتو لپاره اغېزمن وي.

د هندي مطبوعاتو ترمخه چې ښاغلې سشما سوراج ویلي چې د کلبوشن د ساتلو لپاره هند به تر هره حده پورې ځي او په دې لړ کې به د پاکستان له ولسشمر سره رابطه کوي.

د هند خارجه وزیرې سشما سوراج کلبوشن یادو د هند زوی ګرځولی او ویلي چې په کلبوشن یادو لګول شوي تورونه نا سم دي.

دې وویل چې هند حکومت به نه صرف په سپریم کورټ کې د مقدمې لپاره کلبوشن یادیو ته ښه وکیلان ورکوي بلکې د هغه د ساتلو لپاره هر حد پورې به ځي.

تېره ورځ د د هند خارجه دفتر په نوي ډیلي کې د پاکستان هایې کمېشنر غوښتی وو او د جاسوسۍ په تور نیول شوي کلبوشن یادو ته د مرګ سزا ورکولو په لړ کې احتجاج ثبت کړی وو او ویلي که په سزا عملدرامد وکړې شو نو دا به تر یو منصوبې لاندې وژنه ګڼل کېږي.

د هند د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې ویلي شوې دي چې د تېر کال د مارچ میاشتې له پنځویشتمې نېټې د روان کال د مارچ یو دیرشمې نېټې ترمېنځه په اسلام اباد کې د هند هایې کمېشنر کلبوشن یو دېرش ځله د رسایې درخاست کړې وو خو د پاکستاني چارواکو لخوا څه مثبته جواب مخې ته نه دې راغلې.

د هند د خارجه دفتر خبر پاڼې ترمخه چې کلبوشن یادو تېر کال له ایرانه تښتول شوي ول د څه نه پس د هغه په پاکستان کې موجودګۍ په اړه څه وضاحت مخې ته رانغلو.

خبرپاڼه زیاتوي چې د هند های کمېشنر ته د شري کلبوشن یادو پرضد مقدمه شروع کېدو په اړه اطلاع نه ده ورکړې شوې او د ای اېس پي ار دا دعوا چې ورته قانوني مرستې لپاره وکیل ورکړل شوی وو په دې حالاتو کې بې معنا او غېر سنجیده ښکاري.

د ګل په ورځ د پاکستان پوځ د عامو اړیکو د څانګې لخوا جاري شوې خبرپاڼې ترمخه چې د هند استخباراتي ایجنسۍ د را حاضر سروس افسر کلبوشن یادو ته دا سزا پاکستان کې په جاسوسۍ او په تخریبي هلو ځلو اورول شوې ده.

د نوموړي پرضد د پاکستان ارمي اېکټ سېکشن ۵۹ او افیشنل سیکرټ اېکټ د سېکشن دریم ترلاندې مقدمه چلېدلې ده.

د پوځ د بیان ترمخه چې کلبوشن یادیو د خپل جرمونو اعتراف کړې دې.

د بهرنیو چارو کار پوهانو په نظر چې د هند لخوا سخت بیان مخې ته راغلې او دې له وجې د پاکستان او هند ترمېنځه چې کومو اړیکو کې د ښه والې امید رامخته شوې وو هاغه هم ختمیداې شي.

په اسلام اباد کې د سټریټیجیک سټډیز انسټیټیوټ مشر نجم رفیق وایې که د دواړو ملکونو اړیکې د ماضی په پس منظر کې وګورو نو د کلبوشن یادو د کېس له وجې د ښه والې امید نه ښکاري.

"د کلبوشن یادیو د کېس له وجې تعلقات نور خرابیداې شي ولې چې مخکې یو امید راوتې وو چې کېداې شي د اوبو د وېش په اړه د دواړو ملکونو د خارجه سېکټریانو مزاکرات به شروع شي خو اوس زه ګڼم چې دا خبره هېره کړې چې د دواړو ملکونو ترمېنځه به دا مزاکرات کیږي. هندوستان به اوس د بدلې پالیسي چې د دواړو ملکونو ترمېنځه ده هاغه خپلوي او کېدای شي چې د پاکستاني قېدیانو سره هم هغسي سلوک وکړي چې څنګه پاکستان کلبوشن یادو سره وکړو."

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانۍ برېګیډیر م سعد وایې که کلبوشن یادو په وردي کې وې او له غلطې پاکستان ته راوړیدلې وې نو بیا په ده د نړیوال قوانینو اطلاق کیدو.

"که یو تن د یو ملک په سرکاري وردي کې راشي او ووایې چې دا زما نمبر دې او له غلطې راوړیدلې یم نو هاغه سره بیا د جنیوا کنوشن د لاندې سلوک کیږي او که په غلا راغلې وي او ارادې یې سمې نه وې او د ترهګرو کمک وکړي نو بیا د ده پرضد د پاکستان قانون ترلاندې کاروایې کیږي."

کلبوشن یادو تېر کال د مارچ میاشته کې په بلوچستان کې نیول شوې وو.

د نیولو ورستیو د نوموړي یو ویډیو هم مخې ته راغلې وه چې پکې یې د خپل جرمونو اعتراف کړې وو.

تېر کال د هند حکومت دغه ویډیویې اعتراف رد کړې وو خو دا یې ورسره هم ویلي وو چې کلبوشن د هند اولسی وګړې دې او په ماضی کې یې د هند د سمندري ځواکونو لپاره کار کړې وو.

XS
SM
MD
LG