د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ د ملګرو ملتونو سولې استازې شوه


د ګل/دوشنبې ورځ ناوخته د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د دې ادارې مشر انتونيو ګوټېريش ۱۹ کلنې ملالې يوسفزۍ ته هرکلی ووايه او زياته يې کړه چې ملاله يوه اتله او په خپل کار کې ډېره فعاله ده. د ملالې ډېر پام به تعليم ته د نجونو او هلکانو هڅولو ته وي.

د ملګرو ملتونو مشر د خپلې ادارې د سولې استازې په توګه د ملالې يوسفزۍ د نوم اعلانولو ترڅ کې د سولې او تعليم لپاره د هغې هڅې وستايلي. نوموړې د ملګرو ملتونو په تاريخ کې تر ټولو کم عمره د سولې استازې ده.

ملالې يوسفزۍ په ۲۰۱۴ کال کې د سولې لپاره نوبيل نړيواله جايزه هم ګټلې ده. هغې پرونۍ غونډې ته لنډې خبرې وکړي او وي ويل: ((وياړم چې د سولې د استازې په توګه وټاکل شوم. ما مخکې هم ويلي او اوس يې هم وايم چې تعليم د هر ماشوم حق دی. په ځانګړې ډول له جينکو بايد دا حق وانخيستل شي. که موږ پرمختګ غواړو نو بايد انجونې تعليم وکړي. که يوه جلۍ تعليم يافته شي نو پوره ټولنه ورسره بدليږي. نو وياړم چې دا اعزاز مو راکړ.))

زه ټولې ځوانې انجونې هڅوم چې تاسي بايد د خپلو حقونو لپاره ودريږئ. تاسي بايد پر خپل ځان باور ولرئ. تاسی ريښتونې بدلون راوستونکې ياست. که تاسي مبارزه ونه کړئ نو بدلون نه شي راتللی.

ملاله يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا د سوات سره تعلق لري. هغې د جينکو او هلکانو لپاره د تعليم خبره کوله چې ۲۰۱۲ کال کې پرې وسله والو داسې مهال ډزې وکړي چې نوموړي سوات کې ښوونځي ته روانه وه. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري واخيسته. هغه سخته زخمي شوه او برطانيه ته د درملنې لپاره ولېږل شوه. تر درملنې وروسته نوموړې هملته پاتې شوه او تعليم لپاره يې د خپل کار تر څنګ خپلې زده کړې هم جاري وساتلې.

د نيويارک په پرونۍ غونډه کې ملالې يوسفزۍ يو ځل بيا د ښځو پر زده کړو ټينګا وکړ او وي ويل چې د نړۍ پرمختګ د تعليم سره تړلی دی. هغې زياته کړه: ((موږ نړۍ ته وايو چې ټول مسلمانان، ټولې مسلمانانې جينکۍ په تعليم او سولې باور لري. زه ټولې ځوانې انجونې هڅوم چې تاسي بايد د خپلو حقونو لپاره ودريږئ. تاسي بايد پر خپل ځان باور ولرئ. تاسی ريښتونې بدلون راوستونکې ياست. که تاسي مبارزه ونه کړئ نو بدلون نه شي راتللی. که روښانه راتلونکې غواړئ نو سر له اوسه خپل کار پيل کړئ. هيچا ته انتظار مه کوئ.))

د ملالۍ يوسفزۍ ادره، ملاله فنډ د نړۍ په بې وزلو هيوادونو کې د تعليم لپاره کار کوي. په ټولنيزو مطبوعاتو کې ځينو خلکو د ملګرو ملتونو دا ګام ستایلی چې ملاله يوسفزۍ يې د سولې استازې ټاکلې ده. د ملګرو ملتونو پر ويب سايټ د خپرو شوو معلوماتو ترمخه د سولې استازی یا استازې دنده لري چې د ملګرو ملتونو له هڅو ملاتړ وکړي او پر مخ يې يوسي.

XS
SM
MD
LG