د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه مشکوک هندي جاسوس ته د مرګ سزا تاید کړه


په پاکستان کې په جاسوسۍ او سیند صوبې په مرکز کراچۍ او په بلوچستان صوبه کې په مشکوکو ورنکاریو ککړ هندي جاسوس ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې په خپله خبره کړې خبرپانه کې وايي، د هند استخباراتي ایجنسۍ د را حاضر سرویس افسر کلبوشن یادیو ته دا سزا په پاکستان کې د جاسوسۍ او ورانکارو هلو ځلو پرسراورول شوې ده.

د پاکستان پوځ مشر جنر قمر جاوېد باجوه د نوموړي د مرګ سزا منظوري ورکړې ده.

په دې لړ کې لا د هند لخوا څه ردعمل مخې ته نه دې راغلې.

کلبوشن یادیو تېر کال د مارچ میاشته کې په بلوچستان کې نیول شوی وو.

د نیولو ورستیو د نوموړي یو ویډیو هم مخې ته راغلې وه چې پکې یې د خپلو جرمونو اعتراف کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG