د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې له ماینونو تر ګړدو زیات مرګونه افغانستان کې کېږي


افغانستان لاهم د ماینونو د قربانۍ هېواد په توګه په نړۍ کې لومړی ځای لري.

په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ موسسې او بېلابېل بنسټونه د ماینونو د لمنځه وړلو او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي خو لاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د پوښښ له اړخه څلورم او د ماینونو د قرباني هېواد په توګه لومړی ځای لري.

طبعي پېښو ته د رسیدنې په برخه کې د دولت وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام او د ماینونو د لمنځه وړلو لپاره د بودجې نه موجودیت د ماینونو د لمنځه وړلو د بهیر په وړاندې جدي ننګونې دي.

د دغه وزارت د ماین پاکۍ د برخې د همغږۍ مشر محمد شفیق یوسفي وویل:

"په افغانستان کې روانه جګړه ددې لامل شوې چې زیاتې سیمې په ماینونو او طبعه شویو موادو وپوښل شي او ترڅنګ یې په ځینو سیمو کې زموږ د ماین پاکۍ بهیر یې هم له ننګونو سره مخ کړی دی."

افغان چارواکو دغه څرګندونې په کابل کې د ماین پاکۍ په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

طبعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۰۰۰ کېلو متره مربع ځمکه په ماینونو پوښل شوې او د جګړو له کبله دغه سیمې ورځ تربلې پراخېږي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۲۳ کاله پورې په بشپړه ډول له ماینونو او نا چاودېدونکو توکو څخه پاک اعلان شي خو د جګړې دوام او په افغانستان د ماینونو د لمنځه وړلو په برخه کې د مرسته کوونکي هېوادونو ناچیزې مرستې دغه هدف ته رسېدل ستونزمن کړي دي.

د افغانستان ډېرې برخې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال په ماینونو وپوښل شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان یوازې د هغه سیمو تصفیې ته چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې په ماینونو او ناچاودېدونکو توکو پوښلې وې ۵۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په سلګونو کېلومټره نورې سیمې هم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په ماینونو پوښل شوې دي.

طبعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وېس احمد برمک هم د ماین پاکې په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانان د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېر د ماینونو قرباني شوي دي.

نوموړی وايي په منځنۍ کچه هره میاشت په افغانستان کې نېږدې۱۵۰تنه د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله وژل کېږي.

ښاغلی برمک د دغه ستونزې د هواري لپاره د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو مالي ملاتړ حتمي بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۶ کال کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۴۲ تنه یا معلول شوي او یا یې هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی چې زما په نظر دا شمېر ټکان ورکونکی دی، زه د افغانستان د حکومت په استازیتوب پر نړیوالو غږ کوم چې د مهرباني له مخې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګروام څخه ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مرستیال مشر توبی لنزر وايي ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماینونو د لمنځه وړلو په برخه کې ترخپلې وسې همکاري کړې خو د ډونرانو مرستې حتمي دي.

د ښاغلي لنزر په خبره ملګري ملتونه به له افغان حکومت سره دې هدف ته د رسېدو لپاره چې دغه هېواد باید تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو څخه پاک اعلان شي هر اړخیزې مرستې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG