د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روسیه دې شام کې خپل فعالیت کنټرول کړي'


په داسې حال کې چې د شام رژیم متحدانو خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد د هر تېري پروړاندې به ودرېږي، امریکا او بریتانیا پر روسیې فشارونه زیات کړي چې په شام کې دې خپل فعالیت کنټرول کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن له "ابکنوس" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وویل چې روسیې ته د سفر پر مهال، د هغه هېواد له چارواکو به وغواړي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې لاسلیک شوې موافقه عملي کړي.

د دې موافقې هدف په شام کې د کیمیاوي وسلو له زېرمو د کار اخیستلو منع کول وو.

ټېلرسن ویلي، روسیې تړون کړی وو چې په شام کې به کیمیاوي وسلې کنټرولوي او ختموي به یې خو نه‌ پوهېږي چې مسکو دا کار ولې نه‌یدی کړی.

ټاکل شوې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن په سېشنبه د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

د ټېلرسن دا خبرې په داسې حال کې خپرې شوي چې نړیواله ټولنه په شام کې د کیمیاوي وسلو د کارونې ادعاو غوسه کړې ده.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې په شام کې د اپرېل په څلورمه د کیمیاوي وسلو په حمله کې لږ تر لږه ۸۶ تنه ووژل شول.

مسکو او دمشق ادعا کړې چې د بشارالاسد د رژیم الوتکو، د شام په ادلب ښار کې، خان شیخون په سیمه کې د مخالفو ډلو د وسلو پر زېرمه هوايي حمله وکړه او زهرجن ګاز خپور شوی دی.

خو د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي دولتونو د مسکو او دمشق دا ادعا رد کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG