د لاسرسي ځای

'په شام کې د داعش ماتول او د اسد پرځول لیدل غواړو'


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ایچ . ار. مکماسټر

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ایچ . ار. مکماسټر وايي، هېواد یې په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ماتول او د ولسمشر بشارالاسد لیرې کېدل لیدل غواړي.

خو نوموړي په خپلې پرونۍ مرکې کې دا واضحه کړه چې امریکا به د بشارالاسد د لرې کولو لپاره له په یواځې ځان څه نه کوي.

مکماسټر په خپله لومړنۍ ټېلیویژنې مرکه کې وویل: دا ډېره ګرانه برېښي چې د اسد رژیم په واک کې له پاتېکېدو سره دې هلته یو سیاسي جوړجاړی را-واېستل شي.

د شام شخړې په اړه د ولسمشر ټرمپپر لومړیتونو امریکايي چارواکيو بېلا بېل نظرونه ورکړي دي.

په لومړیو کې دوی ویل، د اسد له واکه لیرې کول اساسي مقصد نه دی. خو د اپرېل له څلورمې وروسته چې د اسد د رژیم لخوا د کېمیاوي وسلو د بریدونو راپورونه ورکړل شول، ټرمپ وویل، د اسد په اړه یې چلند ډېر زیات بدل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي ول، له واکه د بشارالاسد د لیرېکولو په موخه د یوې تلوالې [ایتلاف] په منظمولو کار پیل شوی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG