د لاسرسي ځای

صفي الله ستانکزی

راشد خان ارمان هغه نوم چې ډېر ژر نړیوال شو، یو ځل بیا یې د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د خپل ټيم له انتظار سره سم وړتیا وښوده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د سن رازیرس حیدرآباد ټیم لپاره د ګجرات لاینز درې لوبغاړي وسوځول.

د افغان ملي ټیم دا تکړه لوبغاړی چې په لوړ قیمت حیدرآباد ټیم ته لوبه کوي تر لوبې وروسته د لوبو رسمي خپروونکي ټلویزیون ته د خپلې لوبې په اړه وویل:

« دا زما لپاره ډېره فوق العاده شیبه ده چې دومره لویې وېکټې مې واخیستې. زه به تر پایه هڅه وکړم چې همداسې مخته لاړ شم. څنګه چې زه باولنګ کوم توپ وهونکي ته ستونزمنه ده چې ویې وهي. بس زه خپله هڅه کوم چې همداسې باولنګ وکړم. د نننۍ لوبې تر ټولو ښه وېکټه د مککیولم وه چې ما واخیسته.»

راشد خان په لومړۍ لوبه کې د رایل چلنجرز بنګلور ټیم دوه لوبغاړي اوټ کړي وو. هغه تر لومړۍ لوبې وروسته له خپلو ټولو مینه والو مننه کړې وه چې دی یې تل د لوبو لپاره ستایلی دی.

که څه هم راشد خان د یکشنبې ورځې په لوبه کې د شل اوریزو کرکټ سیالیو تر ټولو سرلاري برنډن مککیولم، سوریش رینا او ارون فینچ په څلورو اورونو کې د نولسو نومرو په ورکولو سره وسوځول خو لومړۍ لوبه کې یې منډې لږ څه زیاتې ورکړې.

د اسټرالیا د کرکټ ستوري شېن واټسن چې په تېره لوبه کې د راشد خان په وروستي بال شپږیزه ووهله هغه یې تکړه خو لږ څه بې تجربې وباله.سن رایزرس حیدرآباد ټیم د یکشنبې په لوبه کې د نهو وېکټو او څلورو اورونو په توپیر ګجرات ټیم مات کړ او د ای پي ایل لوبو د جدول په سر کې یې ځای خپل کړ.

راشد خان چې له څو میاشتو راهیسې له کور او کلي لرې دی دې لریوالي یې په لوبې تاثیر نه دی کړی او ورځ تر بلې د نړیوالو نظر ځان ته جلبوي. د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ستوري او د راشد خان د سیال ټیم ګجرات لاینز روزونکي براډ هاج هم نن د هغه ستاینه وکړه:

« د هغه باولنګ فوق العاده و. مونږ درې لوبغاړي په کمو منډو له لاسه ورکړل او دا هغه څه دي چې په شل اوریزو سیالیو کې تاسو ته ستونزمن تمامیدلای شي.»

راشد خان د یکشنبې په ورځ د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی هم اعلان شو.د نوموړي تر څنګ د سن رایزرس ټیم لپاره بل افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم لوبه کوي چې تر اوسه په دوو لومړیو لوبو کې وار نه دی ور رسیدلی.

آي، پي، ایل د هند د کرکټ غوره لیګ دی چې د نړۍ تر ټولو ستوري کرکټران پکې د لوبېدو چانس لري او دا ځل د افغانستان د ملي ټیم دوه لوبغاړي هم پکې اخیستل شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG