د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د کوکنارو اړول دوام لري


د ننګرهار چارواکی وايي د کوکنارو فصلونه تلفوي.
د ننګرهار چارواکی وايي د کوکنارو فصلونه تلفوي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د تېرو دوو اوونيو په جریان کې يې په یو نيم زر جريبه ځمکه د کوکنارو ولاړ فصل اړولی او تر هغې به دا کمپاین دوام ولري څو پورې چې يې په ټاکل شويو سيمو کې د کوکنارو فصلونه له منځه وړي نه وي.


د افغانستان په ختيځ کې ننګرهار يو له هغو ولایتونو څخه دی چې په پينځلسو ولسواليو کې يې کوکنار کرل شوي خو ولایتي ادارې پريکړه کړې چې په يوولسو ولسواليو کې به په یو نيم زر هکتاره ځمکه د کوکنار ولاړ فصلونه له منځه وړي.

د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي.
د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي.

په همدې اړه د اتوار په ورځ د ننګرهار په مطبوعاتي دفتر کې د يوه ګډې خبرې ناستې پر مهال د دغه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې ريیس ادريس ساپي خبريالانو ته وویل:

« دوه هفتې کېږي چې د ننګرهار په روداد، بټي کوټ، اچين، غني خيل، مومند دره، نازیان، سرخرود ولسواليو کې د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل شوی چې په دې کې تر اوسه پورې تر یو نيم زر جریبه پورې کوکنار له منځه وړل شوي دي او سږکال چې زموږ ارقام لاس ته راغلي دي، په ۱۴۳۴۳ هکتاره ځمکه کوکنار په پينځلس ولسواليو کې کرل شوي دي او اکثره يې هغه ولسوالۍ دي چې هلته امنیتي تهدیدات او ننګونې زیاتې دي.»

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼی وویل، مخکې تر دې چې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شي، ولسونو له ولایتي ادارې سره ژمنې کړي چې د کوکنارو د فصل په اړولو کې به ورسره مرسته کوي:

« تر کمپاین وړاندې موږ له ولسوالانو او خپله والي صاحب له قومي مشرانو سره ناستې وکړې چې دوی په دې قانع کړو چې د کوکنار د کښت ۹۷ سلنه ګټه يې وسله والو مخالفینو او قاچاقبرانو ته په لاس ورځي، دوی په دې وپوهوو چې په دغه کمپاین کې له موږ سره همکاري وکړي، د دغه کمپاين په بريالیتوب کې له موږ سره د سیمې مخور مشران هم ونډه لري.»


ویل کيږي چې په يو شمېر سيمو کې د دولت وسله والو مخالفینو سره ولسي وګړي د کوکنارو د اړولو د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي، خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال دا دعوه نه مني:

« د کوکنارو د اړولو پر مهال په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو په امنيتي ځواکونو بريد کړی و، چې له نیکه مرغه د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، چې دوه نفره يې په کې ووژل او درې نفره يې په کې ټپیان کړل.»


په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي چې د ننګرهار په پينځلس ولسواليو کې څه باندې ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي چې دوی ته په يوولسو ولسواليو کې يوازې په نیم زر هکتاره ځمکه باندې د کوکنارو د فصل د اړولو حد ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG