د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د جمیعت علما هند سل کلیزه غونډه کې پښتنو مشرانو ویناوې وکړې


د ارشیف انځور: مولانا او اڅکزی له مشال سره خبرې کوي
د ارشیف انځور: مولانا او اڅکزی له مشال سره خبرې کوي

د یکشنبې په ورځ په نوښار کې د جميعت علما هند د سلو کالو پوره کېدو لمانځغونډې ته د جمیعت علما اسلام ( ف ) ترڅنګ د نورو ګوندونو مشرانو هم ویناوې وکړې.

په دې موقع د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان وویل:

د ارشیف انځور: مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې
د ارشیف انځور: مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې

« ملګري ملتونه او نړیواله ورورولي په اسلامي هیوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره خپل رول په سمه توګه نه لوبوي.»

مولانا وویل په نړیواله توګه داسې تاثر خپور شوی چې ګواکې یوازې مسلمانان د ترهګرۍ د پېښو ترشا لاس لري چې دا خبره سمه نه ده. نوموړي په پاکستان کې موجودې وسله والې ډلې او د هغوی هڅې وغندلې. د مولانا وینا وه چې دغه ډلې د اسلام نمایندګي نه کوي.

په ارشف انځور کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ولسي غونډې ته وینا کوي.
په ارشف انځور کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ولسي غونډې ته وینا کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې پښتانه له تېرو دېرشو کلونو راهیسې په پردي جنګ کې قربانۍ ورکوي.

« د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه له څو لسیزو راهېسې د بد امنۍ سره لاس او ګرېوان دي، خو تر اوسه سیاسي ګوندونه په دې خبره یوه خوله شوي نه دي چې دغو ستونزو ته څنګه د پای ټکی کېښودل شي. »

نوموړي د ټولو پښتنو نه د ويښ بیدار اوسیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه دا پوښتنه باید ځواب ومومي چې ولې د پښتنو وینه بې ځایه او په پردي جنګ کې توئیږي.

یادې غونډې ته په نورو څرګندو ویناوالو کې د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د مسلم لیګ ( ن ) امیر مقام هم ویناوې وکړې.

غونډه کې د خانه کعبې امام هم موجود و. نوموړي د ماسپښين د لمونځ امامتيوکړه چې پکې په زرګونو خلکو ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG