د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له داعش سره په جګړه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی


 د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل یوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړ. پوځ پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا عسکر پرون ناوخته له اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په پوځي عملیاتوکې وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ د سمندري قواوو یو چارواکي بل سالون په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دا پېښه دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده .

نوموړي له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په اچین کې د دوی وژل شوی پوځي د امریکا دځانګړو ځواکونو يانې "سپېشل فورس" غړی و.

رويټرز خبري اژانس، د امریکايي چارواکو په حواله وايي چې داعش په افغانستان کې ښايي 700 وسله وال ولري خو د افغانستان حکومت يې شمېر 1500 ښايي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهېسې د وسله والو خلاف په اوږده جګړه کې زرګونه امریکايي سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG