د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ به د ملګرو ملتونو د سولې سفيره و ټاکل شي


انتونيو ګوتيريش ويلي، د اپريل پر لسمه به ملاله يوسفزۍ د ملګرو ملتونو د سولې استازې په توګه و ټاکي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي، ملاله يوسفزۍ چې د امن نړيواله جايزه ګټونکيو کې ترټوله کم عمره وه اوس به ډېر ژر د ملګرو ملتونو د سولې تر ټولو کم عمره استاذې هم جوړه شي.

انتونيو ګوتيريش د شنبې په ورځ ويلي، د اپريل پر لسمه به ملاله يوسفزۍ د ملګرو ملتونو د سولې سفېرې په توګه و ټاکي.

ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې هغه وخت نړيوال شهرت وموند کله چې له سکوله کور ته په لاره وه چې په ‌وسله والو په ډزو و ويشتله.

د ملګرو ملتونود سولې استاذې په توګه به ملاله يوسفزۍ د انصاف او پرامنه نړۍ لپاره نوره هم مرسته وکړای شي. انتونيوګوتيريش

د بريد ذمه واري د مولانا فضل الله په مشری تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د سختي ټپي کېدو وروسته ملاله يوسفزۍ د درملنې لپاره د بريتانيا برمنګهم ښار ته يوړل شوه چې اوس هم هلته ژوند کوي.

نوموړې ته په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه.

ملاله د د ماشومانو د زدکړو لپاره نړيوال کمپاين چلوي او په دې لړ کې يې د يو شمېر جنګ ځپلو هېوادونو سفرونه هم کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي، د سختو خطرونو سربيره هم ملالي يوسفزۍ د ښځو، جېنکو او ټولو خلکو د حقونو لپاره په استقامت سره مبازه کړې ده.

انتونيو ګوتيريش زياته کړه چې اوس به د ملګرو ملتونود سولې استاذې په توګه ملاله يوسفزۍ د انصاف او پرامنه نړۍ لپاره نوره هم مرسته وکړای شي.

XS
SM
MD
LG