د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي د سوریې د هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي


د روسیې دفاع وزارت د جمعې ورځ وویل چې د سوریې هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي.

د روسیې مطبوعاتو په حواله، د دې وزارت ویاند جنرال ایګور کونشینکوف ویلي دي چې په سوریه کې پر هوايي مرکز د امریکا توغندیز برید ډېر کمزور وو او یوازې ۲۳ توغندیو موخه ویشتلې ده.

دا نه ده څرګنده چې د امریکا له لوري نور ۳۶ ورتوغول شوي توغندي چېرته لګېدلي دي.

په همدې حال کې، کرېملېن ادعا کړې چې په سوریه کې پر هوايي اډه د امریکا توغندیو حملې داعش او نورو وسله والو ډلو ته ګټه رسولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG