د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې لس ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوه


په لوک ورثه اسلام آباد کې له نن نه لس ورځنۍ لوک مېله له پېلېږي چې پکې له ټول پاکستانه وولسي فنکاران ګډون کوي

په دې لوک مېله کې د پښتو د کلتور او پښتو د ولسي موسیقۍ لپاره ګوښی ځای ټاکل شوې چې پکې به د پښتنو دودیزې کلتوري نندارې سره سره به اتڼونه هم کېږي.

په اسلام آباد کې د لوک ورثې د ډایرېکټرې فوزیه سعید لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په دې کلیزه لوک میله کې له ټول پاکستانه ۵۰۰ هنرمندان او له کلتور سره تړلي خلکګډون کوي.

په دې موقه د بلوچستان، سېند، پنجاب، ګلګت بلتستان، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو او له کلتور سره تړلیو خلکو لپاره جلا جلا ځایونه ټاکل شوي چې پکې ولسي فنکاران د فن او د کلتور سره تړلي خلک د خپل کلتور ښودنه کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د لوک ورٍثې ویاند عبدالقهار ځلمي وویل چې دا مېله به تر د روانې میاشتې د ۱۶ مې نېټې پورې روانه وي او په دې مېلهکې به د ټول پاکستان رنګونه ښودل کېږي.

د نوموړي په وینا په دې لوک مېله کې د پښتنو خپل پولین دی په هغې کې به د پښتنو لوک موسیقي هم وي او د پښتنو د کلتور سره تړلي نور شیان به هم وي او اتڼونونه به هم وي او بیا په اخیره کې به د پښتون نايټ یعني د پښتون شپه هم مانځو چې پکې به د ټنک ټکور پروګرام وي.

مشال راډیو چې د داسې رنګ پروګرامونو په اړه د پښتو ژبې شاعر او ادیب پروفېسر آباسین یوسفزي نه وپوښتل نو هغه وویل چې د دې په وجه به د پښتو ادب کلتور او ولسي موسیقۍ ته ډېره وده ترلاسه شي.

اباسین یوسفزي وویل لوک ورثه د پاکستان د تهذیبونو او قامونو او د دوی د کلتورونو د روزنې او پالنې کار کوي نو دا اوس چې يې کومه میله تابیا کړی نو د دې له کبله به د پښتو ادب کلتور ته ډېره ګټه ورسي او دا ځکه چې دا پروګرامونه به تاریخ جوړ شي او په دې جدید دور کې به يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه ګوري او له خپله کلتوره به خبرېږي.

په دې موقه د ډاکټر فوزیه سعید وینا وه چې دوی هر کال د ټول پاکستان د ژبیو مېلې هم مانځي او د دوی مقصد دی چې د ټول پاکستان قامونه له یو بل سره نزدې شي او وولسي او کلتور ته يې وده ورسي.

XS
SM
MD
LG