دا بې له ویزې تر لاسه کولو، د اوکراینیانو اروپايي ټولنې ته د سفر کولو په لړ کې مهم اقدام بلل کېږي.
د پنجشنبې په ورځ د اقدام په حق کې ۵۲۱ رایې او په مخالفت کې ۷۵ رایې واچول شوې او د پارلېمان ۳۶ غړو خپلې رایې و نه کارولې.
اوس باید د ټولنې غړي هېوادونه د اوکراین لپاره د ویزې ازادي منظوره کړي چې دا اقدام عملي شي.
تمه ده چې د روانې میاشت پر ۲۶مه په برسلز کې د ټولنې ۲۸ غړو هېوادونو سفیرانو په غونډه کې دا موافقه تایید شي.
د اروپايي ټولنې سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې ټاکل شوې د ټولنې وزیران د مې پر ۱۱مه دا اقدام تایید کړي چې تر دې لږ وروسته به د لاسلیک په مراسمو کې هم منظور شي.
ډېپلوماټانو هیله ښودلې چې د جون تر نیمايي پورې به بې له ویزې اوکراینیانو ته د اروپايي ټولنې سفر کول عملي شي.