د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د امریکايي سفیرې بیان ته هرکلی ووایه


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا

د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وایي امریکا خپل رول لوبولای شي خو هند کشمیر خپله کورنۍ مسله بولي.

اسلام اباد: پاکستان په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي لخوا د کشمیر په مسله کې د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب په اړه د بیان هرکلی کړ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته ویلي چې دوی تر دې وړاندې هم د دې موضوع په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د امریکايي ولسمشر لخوا د داسې وړاندېزونو هرکلی وو.

نفیس زکریا وویل ، دا خبره د هند تر واک لاندې کشمیر کې د بشري حقونو خرابېدونکو حالاتو په تناظر کې شوې ده.

د ده په وینا، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د دې خبرې هم اظهار وکړ چې د حالاتو ښه کولو لپاره امریکا خپل رول لوبولی شي.

ده وویل پاکستان له امریکا سره اوږد مهاله اړیکې لري او د دواړو ملکونو له یو بل سره په پراخه کچه په مختلفو شعبو کې کمک هم شته.

دا له هغه وروسته ده چې د تېر ګل په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي د یو سوال په ځواب کې ویلي وو چې امریکایې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د پاکستان او هند ترمنځ د خرابو اړیکو په اړه اندېښنه ده.

موموړې ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د قامي سلامتيا کونسل غړي د دواړو ملکونو ترمنځ د امن پر ځای کولو لپاره د خپل رول لوبولو هڅه کولای شي.

هند د نیکي هېلې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د مسلو هواري لپاره په مذاکراتو کې له ترهګرۍ او تشدده پاک ماحول په اړه په حکومتي دریځ کې څه بدلون نه دی راغلی.

د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وایي امریکا خپل رول لوبولای شي خو هند کشمیر خپله کورنۍ مسله بولي.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل انتخابي کېمپاین کې ویلي وو چې که ولسمشر وټاکل شو او پاکستان او هندوستان وغواړي نو د دواړو ملکونو ترمنځ د شخړو هواري لپاره د ثالثۍ کردار لوبولو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG