د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوړو زدهکړو کمېشن دې د الخیر پوهنتون سندونه ومني


له خیبر پښتونخوا د الخېر پوهنتون زده کونکیو په اسلام آباد کې د لوړو زدهکړو کمېشن مخې ته احتجاج کې غوښتنه کړې چې د دوی سندونه دې تصدیق کړي.

د دوی وینا وه چې د ایچ ایس سي لخوا د دوی د ډګریو نه تصدیق کولو په وجه دوی ته په نوکریو کې او په نور تعلیم ترلاسه کولو کې یو شمېر ستونځې ورپېښې دي.

په اسلام آباد کې د شورو/چار شنبې په مازیګر له ټولې خېبر پښتونخوا راغلې د الخیر په نوم د شخصي پوهنتون زده کونکیو د لوړو زده کړو کمېسیون [هاير ایجوکېشن کمېشن] مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې یې له یاد کمېشنه غوښتنه وکړه چې د دوی تعلیمي سندونه دې تصدیق کړي.

په دې موقه د الخېرپوهنتون د پښتنو زده کونکیو مشرسخاوت خټکوویل چې دوی به دا خپل احتجاج تر هغه جاري ساتي تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي ځکه چې د لوړو زدهکړو کمېسیون د دوی د سندونو تصدیق درولی دی او نه يې کوي نو نن دوی ۶۰۰ پورې زده کونکي راغلي دي که نه نو د دوی د احتجاج لړۍ به ټول پاکستان ته خوروي او د پوهنتون او لوړو زدهکړو کمېشن پرضد به يې کوي.

له سواته راغلي یو زده کونکيآصف خان مشال راډیو تهوویل چې له الخېرپوهنتونه یې د استادۍ سند ترلاسه کړی خو د نه تصدیق کېدو لوجې ورته په نوکرۍ کې مسلې دي د ده په وینا چې له ټوله پاکستانه ۷۸۰۰۰ زره زده کونکیو له الخیر پوهنتونه سبقونه ویلي خو اوس يې د لوړو زدهکړو کمیشن سندونه نه تصدیقوي.

مشال راډیو چې په اسلام آباد کې لوړو زدهکړو کمېشن د یو چارواکي نه په دې اړه تپوس وکړو نو هغه د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دوی له الخېر پوهنتون نه ځنې وضاحتونه او کاغذونه غوښتنلي خو تر دې دمه یې ورته نه دي ورکړي نو دوی نه شي کولای چې د دې زده کونکیو ډګرئ تصدیق کړي ځکه چې ممکن ده په دې کې یو شمېر ډګرئ جعلي وي نودا شان به بیا مسله جوړه شي.

مشال راډیو چې په دې اړه د لوړو زدهکړو کمېشن د پخواني ایګزیکټیو ډایریکټر پروفېسر منصوراکبر کنډي نه وپوښتل نو هغه وویل د لوړو زدهکړو کمېشن خپل یو معیار دی او په هغه معیار شخصي پوهنتونو ته اجازت ورکوي نو چې کومو پوهنتونونو دغه نه وي پوره کړي نو هغوی يې په تور لسټ کې اچولې او په دې کې یوه الخیر یونیورسټي هم ده

په پاکستان کې له تعلیمه تجارت جوړ شوې او په دې کې خلکو په اربونو روپۍ وګټلې نو داسې نه دې پکار

دا رنګ پوهنتونونو لیکلي یو څه وي او کوي بل څه نو ځکه لوړو زدهکړو کمېشن دوی ته اجازت نه ورکوي او الخیر پوهنتون خو بغیر د اجازته کار کوي.

مشال راډیو چې په دې معامله په اسلام اباد کې د الخېر پوهنتون د چارواکو سره دخبرو لپاره رابطه وکړه نو د بیا بیا کوشش باوجود ورسره رابطه ونشوه.

XS
SM
MD
LG