د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان: "د افغانستان مسيحا"


ډيويډ وارنر، يوراج سينګ او نور لوبغاړي راشد خان ته په ويکټ اخيستو مبارکي ورکوي
ډيويډ وارنر، يوراج سينګ او نور لوبغاړي راشد خان ته په ويکټ اخيستو مبارکي ورکوي

محمد نبي او راشد خان، افغان ملي کرکټ لوبډلې لپاره تر وړتياوو ښودلو وروسته د هندوستان غوره لېګ سياليوو کې سن رايزر حيدراباد لوبډلې واخيستل. مشهورو نړيوالو لوبغاړو پرون (د اپريل پنځمه) د دې ټورنمنټ په لومړۍ سيالۍ کې، د راشد خان لوبه ډېره وستايله. نبي دې لوبه کې نه وو.

راشد خان د IPL په لومړۍ سيالۍ کې رايل چيلنجرز بينګلور لوبډلې په وړاندې، په څلور اوورونو کې ۳۶ منډې ورکړي او دوه ويکټې يې واخيستې. سن رايز حيدراباد لومړی بيټينګ وکړ او ۲۰۷ منډې يې جوړې کړی. په ځواب کې يې رايل چيلنجرز بينګلور لوبغاړو کريس ګېل او مندېپ سينګ تېز بيټينګ پيل کړ. خو کله چې راشد خان بالینګ ته راغی نو په لومړي اوور کې يې مندېپ سينګ اوټ کړ. راشد څو اوروونه وروسته، په تېزۍ سره منډې کوونکی، ټريويس هېډ هم اوټ کړ. پر ټيليويژن کمنټري کوونکي، سنجی منجريکر چيغه کړه: راشد خان ويکټ واخیسته، افغانستان ويکټ واخيسته. د راشد خان لوبډلې دا سيالي په ۳۵ منډو وګټله.

د نړۍ مشهورو لوبغاړو اتلس کلن راشد خان سپين بالينګ (قراره توپ اچونه) او افغانستان کرکټ ډير وستايله. د کرکټ مشهور ويب سايټ (ESPN Cricinfo) يوه مقاله کې ليکلي: ((راشد خان د افغانستان د ورو بالينګ مسېحا او ګوګلي بال يې له جنته راغلې من [و سلوا] ده.))

راشد خان او محمد نبي د نړۍ مشهورو او تجربه کارو لوبغاړو سره په لوبډله کې دي. د هند مشرانو لوبغاړو يوراج سينګ، اشيش نهرا او شيکر دوون یې د لوبډلې غړي دي. د اسټريليا ډيويډ وارنر يې د لوبډلې مشر دی. هغه تر پرونۍ لوبې وروسته د راشد خان په اړه وويل چې نوموړی ډيره وړتيا لري او افغان کرکټ لپاره به تر اوږدې راتلونکې ډير ګټور وي. رووزنکي يې مشهور پخواني لوبغاړي، د اسټريليا ټام موډي، د سريلنکا مرلي درن او د هند وي، ايکس لکشمن دي. راشد خان به په دې سياليوو کې د داسې لوبډلو په مقابل کې لوبيږي کې چې اکثره لوبغاړي يې د کرکټ نوموتي څېرې دي.

راشدخان ډير اغېز لرونکی لوبغاړی دی او افغان کرکټ به ورسره ښه راتلونکې ولري. يقين لرم چې دا د افغانستان لپاره د وياړ ځای دی.

په پرونۍ سيالۍ کې د مخالفې ډلې مشر او د اسټريليا مشهور لوبغاړی، شېن واټسن تر مېچ وروسته په پريس کنفرنس کې وويل: ((هغه په لوبه کې په ډير مهم وخت کې مهمې ويکټې واخيستې. ماته يې هم يو سخت بال وکړ. هغه يو څه بې تجربې دی خو په دې دومره لوی ټورنمنټ کې به ډېر څه زده کړي.))

سن رايزر حيدراباد لوبډلې راشد خان سره تېره مياشت د آيي، پي، ايل لوبو لپاره په څلور کروړو هندي روپيو او محمد نبي سره يې په ديرش لکه هندي روپيو قراداد وکړ. د اسټريليا دوو پخوانيوو لوبغاړو شين وان او بريټ لي د ميچ پر مهال ټيليويژني تبصره کې د راشد خان په ليدو وويل چې ډير اغېز لرونکی لوبغاړی دی او افغان کرکټ به ورسره ښه راتلونکې ولري. د هند پخواني پخواني لوبغاړي او روزونکي، روي شاستري ورزياته کړه چې هغه يقين لري چې دا د افغانستان لپاره د وياړ ځای دی.

همداسې وه. ګڼو افغانانو پر ټولنيزو مطبوعاتو د راشد خان او محمد نبي انځورونه شريک کړل او هغوی یې د سولې استازي وبلل. د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله هم د پرونۍ لوبې تېر پېل مخکې پر خپله ټويټر پاڼه محمد نبي او راشد ته وليکل: ((خپلو اتلانو ته نېکې هيلې وړاندې کوم. ډاډه يو چې تاسي به وځلېږئ او موږ ته به وياړ راپه برخه کړئ.))

XS
SM
MD
LG