د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان د افغانستان د ستونزو هواري ته د "م.م" په منځګړیتوب ټینګار وکړ


د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

شوکت میرضیایف چې نن هم مسکو کې دی، پرون‌یې د روسیې د سفر په لومړۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.

دغو دواړو مشرانو د افغان لانجې د هواري یوازنۍ لاره روغه جوړه وبلله.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف

​د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د روسیې د دوه ورځني سفر پر مهال پرون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته رسنیو ته وویل:

"خوشاله یم چې دې ته اشاره وکړم چې موږ د مهمو موضوعاتو په اړه چې اجنډا کې وو، سره ورته نظر درلود. موږ د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړه. زموږ غښتلی باور دا دی چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه‌هوارېږي، یوازنۍ لاره د ملګرو ملتونو په لارښوونه سیاسي حل‎لاره ده. ازبکستان د روسیې د دې هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو د شخړې لپاره د لارو چارو د موندلو لټه کوي چې د اپرېل په ۱۴مه به په مسکو کې یوه لویه غونډه پر دې مسئلې جوړه شي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په خپلو خبرو کې افغانستان کې د روغې جوړې پر مسئلې ټینګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ازادي راډیو ته وویل، هر هېواد چې د افغانستان سوله کې مرسته کوي هغه ستایو په تېره بیا د ملګرو ملتونو مرسته، خو دا مسئله تر اوسه روښانه نه‎ده چې د ازبکستان ولسمشر دا موضوع تر څه پورې یاده کړې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم

نوموړي وویل:

"د افغانستان د سولې عالي شورا او دولت د دې هرکلی کوي چې ملګري ملتونه منځګړیتوب وکړي. دې کې شک نه‎شته چې دا د هېواد په خیر ده خو دا خبره چې د ازبکستان ولسمشر ولې دا مسئله مطرح کړې، په کوم نظر یې مطرح کړې او په کوم ډول‌یې مطرح کړې، له هغې خبر نه‌یوو."

روسیې په تېرو نېږدې درې میاشتو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره دوه غونډې جوړې کړي.

په لومړۍ یوې کې یې د پاکستان او چین استازي وربللي وو چې افغانستان ته‌یې بلنه نه‌وه ورکړې.

په دوهمې یوې کې د ایران او هند استازو هم برخه لرله او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه نسبتاً ټیټ رتبه مسؤل برخه په‎کې واخیسته.

د اپرېل د ۱۴مې نېټې په غونډه کې تمه وه چې د امریکا په ګډون د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازي، د افغانستان، ایران، چین، پاکستان او هند استازي هم ګډون وکړي.

خو امریکا ویلي دي چې د مسکو غونډې ته به استازي ونه‌لېږي.

خو د روسي رسنیو په وینا تر دې غونډې دوه ورځې مخکې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له روسي چارواکو سره مسکو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG