د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سوریې سره د شپږ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه وشوه


د اروپایي ټولنې د راپور له مخې بروکسل کې نړیوالو مرستندویانو له سوریې سره د شپږ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو د برخې کمېشنر کرېستاس سټیلانډیز د چهارشنبې په ورځ په دې یو ورځنۍ غونډه کې وویل چې دا ډېره د پام وړ مرسته ده چې یوازې د ۲۰۱۷ کال لپاره ده.

تېر کال په لندن کې د مرستندویانو په غونډه کې له سوریې سره د څه باندې ۱۲ میلیارده ډالرو ژمنه شوې وه چې شپږ میلیارده د ۲۰۱۶ کال او شپږ اعشاریه یو میلیارد ډالر له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ کلونو لپاره وه.

د سوریې په شپږ کلنې کورنۍ جګړه کې تر درې لکه ډېر کسان وژل شوي دي او په میلیونونو کسان مجبوره شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG