د لاسرسي ځای

کابل کې مدني ټولنې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان اقدامات غندي


په کابل کې یو شمېر مدني ټولنې د سیاسو بنسټونو استازي، قومي مشران او ولسي وګړي راټول شوي چې د ډیورنډ په کرښه د پاکستان وروستي اقدامات وغندي.

د لسګونو موټرو کاروان ته د هېواد د مقدسې خاورې څخه د دفاع ملي کارون نوم ورکړل شوی دی.

د لاریون یو تن ګډونوال او د افغانستان نوین څېړنیز مرکز مطبوعاتي مسؤل عبدالله ژړند ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ په نوم راښکل شوې کرښه هېڅ ډول قانوني حیثت نه لري.

هغه وویل، د کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي اقدامات غندي او له افغانانو د ملي یووالي غوښتنه کوي:

"هیڅ کوم سند وجود نه لري چې دغې کرښې ته قانوني حیثیت ورکړي، د دې کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه افغانان دي، درد او غم يې یو دی نو پاکستان باید د ټولو هغه اقداماتو څخه لاس واخالي چې د ډیورنډ د خیالي کرښې په اوږدو کې يې ترسره کوي. "

هغه وویل چې د ترهګرو روزنځایونه پاکستان کې دي نو ځکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غواړي چې باید په دې هيواد هر ډول بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG