د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن: روسيه دې د الاسد رژیم سره پر خپلو اړیکو بیا غور وکړي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پرون پر روسيي غږ وکړچې په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

ټېلرسن د سوریې د ادلب ښار په خان شېخون سیمه کې د کیمیاوي وسلو حملې ته چې امریکايي پړه د اسد پر رژیم ور اچوي، اشاره وکړه او ویې ویل:

"زموږ په فکر کې په دې اړه هېڅ شک نشته چې د سوریې رژیم، د بشارالاسد تر مشرۍ لاندې، د دې وحشتناکې حملې مسؤل دی. موږ فکر کوو چې د دې وخت را رسېدلی چې روسیه په خورا احتیاط، د اسد له رژیمه پر دوامدار ملاتړ له سره غور وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې رېکس ټېلرسن به د اپرېل په ۱۲مه روسیې ته ولاړ شي.

ټېلرسن به د ډونالډ ټرمپ د ادارې تر ټولو لوړ رتبه ډیپلوماټ وي چې روسیې ته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG