د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پنس: د شام حکومت د کیمیاوي وسلو په حمله کې لاس لري


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، ټول شواهد د دې څرګندونه کوي چې د شام حکومت روانه اوونۍ د کیمیاوي وسلو په حمله کې لاس لري.

هغه له روسیې غوښتنه وکړه چې شام کې د کیمیاوي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره د خپلو مرستو پر ژمنې عمل وکړي.

پنس فاکس نیوز ته د شام په خان شیخون کې د کیمیاوي ګازو د حملې په اړه چې له ۸۰ زیات کسان‌یې وژلي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې روسیه د کیمیاوي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي تر څو دغه وسلې نور په دې هېواد کې ګواښ پېښ نه‌کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر دغه‌راز د بارک اوباما مخکنۍ اداره ملامته کړه چې نه‌ده توانېدلې روسیه او سوریه د هغه تړون د نه‌عملي کېدو په خاطر مسؤل وبولي چې د شام ولسمشر بشار الاسد په ۲۰۱۳ م کال لاسلیک کړی او پر کیمیاوي وسلو بندیز لګوي.

د پنس په وینا دې کار د اپرېل د څلورمې د کیمیاوي وسلو حملې ته چې په وروستیو څلورو کلونو کې تر ټولو ناوړه وه، لاره پرانیستې ده.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له روسیې وغوښتل چې د دغې کرغېړنې حملې په رڼا کې له اسد سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG