د لاسرسي ځای

په پاړه چینار کې کلک امنیتي ګامونه نیول شوي


د پاړه چينار بمي چاودنې وروسته د دې سيمې د خوندي ساتلو لپاره حکومتي چارواکو يو امنيتي پلان تیار کړی.

د پاړه چينار ښار پولټيکل محرر زاهد نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې ښار تهپه ننوتونکو لارو به نورې چیک پوستې جوړولی شي.

د ده په خبره،د ترهګرو مخه نيوو په هدف به له ښاره ګیر چاپیره اوږده کنده هم کنستلی شي.

پولټیکل انتظاميه وايي، په ښار کې د ترهګريزه پېښو مخنوي لپاره به نورې امن کمیټیانې هم جوړوي.

د کورمې په پاړه چنار کې د جمعې ورځې په موټر بمي چاودنه کې ۲۱ کسه مړه او ۷۲ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG