د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې د سرشمېرنې پر یوه ډله ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل


ملک محمد احمد خان خپلو خبرو کې ووېل چې پنجاب صوبې ته له تېرو یوڅو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ یو مسلسل ویره شته.

د چارشنبې سهار د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د سرشمېرنې یوې ډلې پر ګاډي ځانمرګي برید د پاکستان پوځ څلور سرتېري او د سرشمېرنې ادارې دوه ولسي اهلکاران وژلي دي.

د پنجاب صوبې ویاند ملک محمد احمد خان مشال راډیو ته وویل د دغه ځانمرګي برید موخه امنیتي اهلکاران په نښه کول وو.

د ده په وینا چې په پېښه کې نولس کسان ژوبل دي او د دوه کسانو حالت پکې د اندېښنې وړ دی.

ملک محمد احمد خان خپلو خبرو کې ووېل چې پنجاب صوبې ته له تېرو یوڅو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ یو مسلسل ویره شته.

د دغه صوبې اعلی وزیر د پولیسو مشر ته د چاودنې د پلټونو امر کړی او ویلي یې دي چې ژوبلو کسانو ته دې هره ممکنه مرسته ورکړل شي.

د پنجاب صوبې د قانون وزیر رانا ثنا الله یو پرایوټ ټيليويژن سره په خبرو کې وويل چې دا د ترهګرۍ پېښه معلومېږي چې د نوموړي به ادعا د دغه ډول ترهګرو پېښو منصوبه بندي د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې کېږي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او ولسمشر ممنون حسېن د چاودنې غندنه کړې.

د پاکستان ولسمشر ویلي یو موټي وسله وال د ترقۍ لار نه شي درولی او د سرشمېرنې پشمول ټولې پرمختیایې منصوبې به په وخت مکملېږي.

ده وویل چې وسله وال به له بېخه وباسي.

د پاکستان پوځ مشر د دې چاودنې غندنه کړې او ویلي چې په هر قیمت به د سرشمېرنې عمل سر ته رسول کېږي.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG