د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي سختدريځۍ ضد جګړه يو نظرياتي جنګ دی. بلاول


د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې ۴۰ کاله وړاندې د مذهبي سختدريځۍ بوټی کرل شوی وو خو دوی یې پخوا هم پرضد وو او بيا به هم د دې پرضد جنګ روان ساتي.

د ياد ګوند مشر او د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري ويلي چې له دوی سره په تېرو وختونو کې زياتی شوی دی چې لويه بېلګه يې د ذوالفقار علي بوټو زندۍ (پانسۍ) کول وو.

د سيند په ګړي خدابخش سيمه کې د نهې په ورځ د پيپلزګوند د بنسټښود او د پاکستان پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بوټو د ۳۸م تلين په مناسبت یوې لویې ولسي غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل چې په تېرو وختونو کې د دې هېواد يو مشر د سختدريځۍ تخم کرلی وو او د دې پرضد د دوی جنګ يو نظرياتي جنګ دی چې تل به يې روان ساتي.

"څلوېښت کاله وړاندې استعماري قوتونو او د هغې پلويانو يو لوی سازش کړی وو او زموږ پر سر یې يو ظالم حکمران کېنولی شو چا چې دا ملک یې د تباهۍ پر لور بوتلو. هغه په دې ملک کې د ظلم او مذهبي سختدريځۍ داسې تخم وکرلو چې نن هم ورسره موږ مخامخ يو. دا سياسي جنګ نه دی، دا د واک ترلاسه کول جنګ هم نه دی، دا يو نظرياتي جنګ دی، دا جنګ پرون هم روان وو او دا نن هم روان دی."

بلاول بټو زرداري وويل چې ذوالفقار علي بټو دې هېواد ته ازاده خارجه پاليسي او متفقه دستور ورکړو خو تر ننه نه خو هغه ته انصاف ملاو شو او نه يې وارثانو ته.

هغه په مرکزي حکومت هم ټکونه وکړل او له وزيراعظم نوازشريفه يې وپوښتل چې د ترهګرۍ پرضد قامي کړنلاره (نېشنل اېکشن پلان) باندې ولې عمل نه کېږي؟ ولې دوه کاله پس د پوځي عدالتونو ضرورت يو وارې بيا پېښ شو؟ هغه دا پوښتنه هم وکړه چې حکومتي چارواکي وايي ملک پرمختګ کوي خو بهرنۍ قرضې ولې په زياتېدو دي؟

تر دې وړاندې پخواني صدر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم په حکومت ټکونه وکړل او ويې ويل چې دوی د پاناما مقدمې فېصلې انتظار کوي چې لکه څنګه له دوی سره په تېرو وختونو کې شوي هم دا رنګ د موجوده حکومت سره هم کېږي يا نه.

"موږ د پاناما انتظار کوو، موږ د ججانو انتظار هم کوو، موږ دا نه ګڼو چې په پاکستان کې کله انصاف شوی دی. د پاکستان پيپلزپارټۍ تل کردار کشي شوې او له موږ سره زياتی شوی خو اوس ګورو چې له دوی سره څه کېږي."

پخواني صدر وويل چې دوی روان کال ټولټاکنو ته تيار دي او دعوه يې وکړه چې راروان حکومت به دوي جوړوي.

د ذکر ده چې پيپلز ګوند هر کال د اپرېل پر څلورمه نېټه د پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي ذوالفقار علي بټو تلين نمانځي او په دې ورځ په سيند صوبه کې عامه چټي وي.

XS
SM
MD
LG