د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: "حواله د وسله والو مالي سرچينه ده"


د الطاف خاناني په نامه يو پاکستانی صراف يا د پيسو پير او پلور کاروبار کوونکی دا مهال په امريکا کې په دې تور په زندان کې دی چې د ترهګرو ډلو لپاره يې، پيسو ليږلو کې مرسته کړې ده.

د پاکستان خزانې وزارت د مالي چارو د څارنې ادارې، Finance Monitoring Unit دوه اونۍ وړاندې تيار کړې رپورټ کې ويلي چې دغلته وسله والې ډلې له پنځوو ميليونو روپيوو څخه تر پنځه ويشت ميليونه روپيوو پورې کلنی بجټ لري. امريکا غږ ريډيو د دې رپورټ په حواله ويلي چې د نورو سرچينو ترڅنګ وسله وال ډېرې پيسې د مني لانډرينګ او حواله سيسټم له لارې ترلاسه کوي.

مني لانډرينګ څه ته وايي او پاکستان کې يې ولې مخنيوی نه کيږي؟ د سياسي اقتصاد چارو کارپوه، اکرام هوتي وايي: ((Launder مينځلو ته وايي. يعنې کوم شی چې ومينځل شي او پاک شي هغې ته Launder وايي. پاکستان کې دې کې لوی خلک ښکېل دي او له غټو خلکو څوک پوښتنه نه شي کولی نو ځکه يې مخنیوی نه کيږي. د دې کار لپاره جوړې ادارې هم په دې اړه خپل اختيار سم نه شي کارولی.))

تر څو چې پاکستان، ترهګرۍ ضد پاليسي نه وې بدله کړې، د وسله والو د پيسو او فعاليتونه مخه نه شي نيول کيدای.

پاکستان کې ۲۰۱۵ کال کې ترهګرۍ ځپلو لپاره اعلان شوي قامي ايکشن پلان يو مهم هدف د ترهګرو ډلو د مالي سرچينو ختمول ښودل شوي. خو تېره مياشت د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په يو رپورټ کې وويل چې دا کار نه دی شوی. د وزارت په خبره پاکستان کې اړونده ادارې پوره وړتيا او يا هم د سياسي هوډ نه درلودو له وجې د ترهګرو مالي سرچينو بندولو کې پاتې راغلي.

خو د حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) يو مشر او په پارليمان کې د مالي چارو د کمېټې غړي، طلال چوهدري پرون مشال ريډيو ته وويل چې دوی دې لړ کې بريا تر لاسه کړې ده. هغه زياتوي: ((د ترهګرو مالي لارو بندولو لپاره قانون جوړ شوی دی. عمل هم پرې شوی دی. تر ډېره حده ترهګرو ته د پيسو د رسېدو مخنيوی شوی دی. خو دا يو اوږد بهير دی.)

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت رپورټ کې راغلي چې په ۲۰۱۶ کال کې بهر مېشتو پاکستانيانو ۱۹ اعشاريه اوه بيليونه ډالر خپل هيواد ته په قانوني توګه د بينکونو له لارې لېږلي وو. خو حکومتونه د هغو پيسو شمېر نه شي ورکولی چې د حوالې له لارې استول کيږي. د دې وجه دا ده چې حواله کې د ليږونکي، ترلاسه کوونکي او پيسو شمېره پټه وي.

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنې ښودلې دي
د امريکې بهرنيوو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنې ښودلې دي

اسلام اباد کې د يوې صرافۍ يا پيسو د پېر او پلور کاروبار کوونکی، ميا منظور مشال ریډيو ته وويل چې اوس ډېر خلک د حوالې له لارې پيسې نه لېږي ځکه چې حکومت سختې ډيره کړې ده.

پاکستان کې د ترهګرۍ سره مبارزې قامې ادارې (NACTA) د ويب سايټ تر مخه پر ۳۲ وسله والو ډلو او سخت دريځو تنظيمونو بندیزونه لګېدلي او بانکي حسابونه يې کنګل شوي دي. خو دلته ځينو ډلو په بدل نامه خپل فعاليتونو ته دوام ورکړی دی. د پاکستاني پوځ پخوانی افسر، بريګيډير سعد محمد خان وايي تر څو چې اسلام اباد د ترهګرۍ ضد پاليسي نه وې بدله کړې، د وسله والو د پيسو او فعاليتونه مخه نه شي نيول کيدای.

هغه وايي: ((پر دې کارونو د مختلفو وجو له کبله سترګې پټيږي. دې کاروبار کوونکو اثر رسوخ ډېر وي. عدالتي نظام کمزوري دی. رشوتونه چلیږي. له دې وجې سزاګانې نه ورکول کيږي. د سخت دريځو ډلو چارواکو سره ښې اړيکې وي. بله دا چې ځينې ډلې د پاليسۍ جوړوونکو خوښې وي نو ځکه يې مخه نه نيسي.))

XS
SM
MD
LG