د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:د داسې هلو ځلو برخه نه جوړېږو چې ګاونډیان خپه کوي


د پاکستان پوځ پخوانی مشر راحیل شریف په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر ابیل بن احمد ال-جبیر سره د لیدو مهال. د جنوري ۷مه نېټه ۲۰۱۶
د پاکستان پوځ پخوانی مشر راحیل شریف په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر ابیل بن احمد ال-جبیر سره د لیدو مهال. د جنوري ۷مه نېټه ۲۰۱۶

د پاکستان بهرنيو چارو يوې چارواکي ويلي چې پوځ به یې په هېڅ داسې هلو ځلو کې برخه وا نه خلي چې ګاونډیو هېوادونو ته پرې خپګان جوړ شي.

تهمينه جنجوعه دا خبره نن د پاکستان قامي اسمبلۍ بهرنيو چارو کمېټې ته تر هغه وروسته وکړه چې د دوشنبې پر ورځ په پاکستان کې د ايران سفير د سعودي په مشرۍ په اسلامي پوځي اتحاد کې د پاکستان پر ورګډېدو اندېښنه څرګنده کړه. نوموړې په دې لړ کې د قامي اسمبلۍ بهرنیو چارو کمېټۍ یوې غونډې ته وربلل شوې وه چې په دې باب د ځینو پوښتنو ځوابونه ووايي.

د دې کمېټۍ يوې غړې نعیمې کشور نن نهې/سېشنبه مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې د بهرنیو چارو سېکرېټرې له ایران سره پر تعلقاتو او د سعودي په مشرۍ د اسلامي پوځي اتحاد په باب په خپلو څرګندونو کې وويل چې پاکستان د ایران او سعودی عرب ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هڅه کوي.

نعیمې کشور دا هم وویل چې د پاکستان او ایران ترمینځ د اړیکو په باب به په راتلونکې کې نورې غونډې هم کوي، چې هغې ته د یوې کړنلارې بڼه ورکړي.

د نوموړې په وینا د پاکستان بهرنیو چارو کمېټې غړي به په مې میاشت کې ایران ته هم ځي.

د سعودی عرب په مشرۍ د اسلامی پوځي اتحاد کمان سمبالولو په اړه د ایران لخوا په تحفظاتو د پاکستان خارجه دفتر غبرګون لا هم مخې ته نه دی راغلی.

د ګل په ورځ د ایران سفیر مهدي هنر دوست ویلي ول چې د سعودي عرب پوځي اتحاد په لړ کې د پاکستان په اقداماتو ورته تحفظات دي.

د ایران سرکاري خبري اجنسۍ په وینامهدي هنر دوست ویلي چې د پاکستان پخواني ارمي چیف جنرل راحیل شریف ته د [نه اعتراض سند] وړاندې له ایران سره څو ځلې رابطه شوې وه خو د دې مطلب دا نه دی چې ایران مطمینه دی او یا [مو] دا فېصله ومنله.

د مهدي هنر دوست په وینا د دوی هېواد په دې اند دی چې ټول اهم اسلامي ملکونه دې د یوه لانجمن پوځي اتحاد برخه جوړېدو پرځای د امن لپاره یو اتحاد جوړ کړي چې مسلې هوارې کړل شي.

ارنا خبري اېجنسۍ په وینا تهران، و اسلام اباد ته دا ویلي دي چې ایران د دې عسکري اتحاد غوندې د نورو اتحادونو هم برخه نه شي جوړېدلی او نه تر اوسه ایران ته داسې یو وړاندېز شوی دی.

د پاکستان دفاع وفاقي وزیر خواجه آصف په دا ورستیو کې د پخواني پوځي مشر جنرل راحیل شریف د سعودي عسکري اتحاد مشر جوړېدو تصدیق کړی وو.

خواجه آصف ویلي وو چې دا فېصله حکومت په اعتماد کې تر اخېستو پس شوې ده.

د سعودي عرب په مشرې اسلامي پوځي اتحاد کې د پاکستان ګډون به یې له ایران سره پر اړیکو څه اغېز وکړي؟

په دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي چې د دې اتحاد له وجې به د دواړو ملکونو ترمینځ اړیکې اغېزمنېدلی شي.

''ایران نه غواړي چې پاکستان په یو داسې اتحاد کې شامل شي چې د هغه مشري سعودي عرب کوي او یا پکې یواځې سني ملکونه شامل وي نه چې شییعه مسلکي ملکونه. زما په خیال پاکستان دا کوشش کوي چې د ایران اعتراضونه لیرې کړي او پاکستان به دا هېڅکله هم و نه غواړي چې د ایران پرضد عملیات وکړي او یا د یو درېم ملک په جنګ کې شامل شي.''

د ۲۰۱۵ م کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان پشمول تر دېرشو زیات اسلامي ملکونو د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی وو. دا اتحاد د ترهګرۍ او سختدریځۍ مخنیوي لپاره جوړ کړل شوی دی.

واضحه دې وي چې تېره اونې د پاکستان وزیراعظم قامي سلامتۍ مشیر جنرل ناصر جنجوعه ویلي ول چې جنرل راحیل شریف د سعودي عرب په مشرې د پوځي اتحاد کمان سمبالولو پس به ایران ته په دې اتحاد کې د ګډون بلنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG