د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان: د ګوزڼ پرضد درې ورځنی کمپاین پیل شو


د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د ګوزڼ کېس راتلو وروسته د خېبر پښتونخوا په پنځو ضلعو کې درې ورځنی د ګوزڼ مخنیوي کمپاين پیل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايمرجنسي اپريشن سنټر تر مخه ايبټ آباد، مانسهره، شانګله، بټه ګرام او کوهستان کې دا خصوصي کمپاين روان دی.

د ياد سنټر کوارډينېټر اکبر خان مشال راډیو ته وويل چې په دې کمپاين کې به د دغه ضلعو پنځه لکو ماشومانو ته د ګوزن ضد څاڅکې ورکول کېږي.

نوموړی وویل :"دا کېس چیلاس ديامر سیمې روپرټ کړی شوی او د ۲۰۰۹م کال وروسته په لومړی ځل د ګوزڼ کېس له ګلګته رامخې ته راغلي دي ۔دا وايرس د پاکستان نورو سيمو په دې لارو ګلګت بلتستان ته تېر شوې نو ځکه موږ د دې لپاره دا کمپاين پیل کړي دي ځکه چې موږ ته ويره ده چې چېرته دا وايرس نورو ځايونو کې خور نشي۔نو شاهراه ريشم سره چې کومې علاقې تړلې دي او کوم يونين کونسلز ورسره نزدې دي نو هلته موږ دا کمپاين چلوو"

د پاکستان د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي محکمې مطابق سږ کال د ګوزڼ دوه کېسونه رامخې ته شوي چې پکې يو پنجاب صوبې او يو په ګلګت بلتستان کې دی۔

د نوموړي په وینا په خېبر پښتون خوا کې د پوليو نه انکاري ميندو او پلارانو په شمېره کې هم کمې راغلې خو بيا هم د صحت محکمې او حکومت په مرسته دغه ميندې پلاران بچو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکې ورکولو لپاره راضي کولو هلې ځلې وخت په وختروانې دي۔

د پوليو ناروغۍ مخنيوي لپاره په قامي سطح کمپاين به د اپریل په ۱۷ کې پیل کېږي.

د پاکستان د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي محکمې رپورټ تر مخه پروسږ کال د کوزڼ ۲۰ کېسونه رامخېته راغلي وو چې پکې ۸ سېند۸ خيبرپښتونخوا،۲ فاټا او ۲ په بلوچستان کې وو.

XS
SM
MD
LG