د لاسرسي ځای

د سېنټ پیټرز بورګ مېټرو چاودنې ککړ کس کیرغیزی روسی دی


د کرغیزستان دولتي امنیتي امنیتي اداره وايي، د سېنټ پیټرز بورګ مېټرو کې د بمي چاودنې لوی ککړ کیرغیزیا کې زوی کړی روسی ښاري دی.دوی یې نوم اکبرجان جلیلوف ښودلی چې د کیرغیزستان جنوب په اوش سیمه کې په ۱۹۹۵م کال زیږېدلی وو.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغه برید زمه واري نه ده منلې.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر هغه وروسته خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته له خپله لوري د "بشپړ ملاتړ" ښودلو ټېلیفون کړی چې د دوشنبې ورځ د روسیې په سېنټ پیټرز بورګ ښار کې یې په ځمکلاندې رېل [میټرو] کې یوې بمي چاودنې نېږدې ۱۴ تنه ووژل او ۴۹یې ژوبل کړل.

د اپرېل پر ۳ مه ناوخته سپینې ماڼۍ په خپل خپور کړي یوه بیان کې وویل، ولسمشر ټرمپ ژمنه کړي ده چې د امریکاحکومت به د چاودنې په برخه کې روس ته خپل پوره ملاتړ ورکړي او زمه واره به عدالت ته وړاندې کړي."

"ولسمشر ټرمپ او د هغه روسی سیال پوتین پر دې سلا شوی دی چې ترهګري باید پرېکنده او زغرده ماته کړل شي،"

دغه بیان تر دې وړاندې د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم تاید کړی وو.

پېسکوف ویلي ول چې ولسمشر ټرمپ د چاودنې له اغیزمنو سره خپل خپګان ښودلی دی.

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ د سېنټ پیټرزبرګ په ځمکلاندې رېلګاډي کې پر چاودنو خپګان وښود.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG