د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټوله فاټا کې د سرشمېرنې یوه ښځینه اهلکاره هم نه شته


په پاکستان کې روانه د کال ۲۰۱۷ په سرشمېرنه کې د شمېرنې د محکمې لخوا دخېبر پښتونخوا لپاره ښځينه عملې کموالې او د فاټا لپاره د ښځنیه عملې نه ټاکلو له وجې د ښځو شمېرنې په اړه ډېر سوالونه راپورته شوي دي،او د مختلفو حلقو لخوا دا اندېښنې رامخې ته شوي چې کېدای شي د ښځو شمېره په سمه توګه ونه شي.

د پاکستان د شمارياتو ادارې تر مخه په پاکستان کې روانه سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا لپاره صرف ۲۰ ښځينه عمله اخېستل شوې ده او د فاټا لپاره د سرشمېرنې پهدې عمله کې يوه ښځينه اهلکاره هم نه شته.

په فاټا کې د ښيځنه عملې په نيشتوالي د قبايلي ښځو حقونو لپاره کاروکونکيو د دې غندنه کړې ده.

په قبايلي سيمو کې د ښځو حقونو لپاره دکار کونکي تنظيم "خور" يوه غړې او د پېښور پوهنتون پروفيسره ډاکټر نورين نصير وايي چې له بده مرغه خېبر پښتونخوا او فاټا کې د ښځو مسلې د مودو راهسې د نظره ویستلې کیږي د څه چېيو ثبوت دا سرشمېرنه هم ده.

د دې په وینا چې ۱۹۹۸ په سرشمېرنه کې هم ښځينه عمله نه وه او چې په عمله کې ښځې موجودې نه وي نو څنګه به موږ ته د ښځو اصل شمېره او مسلې معلومېږي.

((ايا زموږ رياست د دې نه خبر نه دې چې زموږ په دغه سيمو کې قحي د سړو سره خبرې نه کوي ؟زموع قبايلي خو د ۱۹۹۸او په ۲۰۱۷ کې هم د دووه زره زوړ کال نظام ښکار ده هغه اوس هم په دغه نظام کې ګيره ده ڼه خو يې څوک شمېر کې ګڼي او نه يې څه مرستې کېږي.زموږ حکومت او رياست دواړه په دې خبره پوهه دي چي د قبايلي ښځو څه مسلې دي سړي کور ته شمېرني لپاره دننه نشي ورتلې نو پکار ده چې قبايلي سيمې دې يو خصو صي زون ګڼلې وې هغه خو له وړاندې خصوصي زون دي جنګ ځپلې دې))

په دې سر شمېرنه کې په مجموعي توګه د ښځينه عملې شمېره ۲۳ سوه۴۲ ده.

د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې او د ښځو پارلېماني کميټۍيا کاکس مشرې معراج همايوں مشال رېډيو ته وويل چې د دې له وجې نه يواځې د ښځو شمېره کمه راتلې شې بلکې هم د دې له وجې ښځې د خپلو حقونو او برخي نه هم محرومپه پاتې کېدې شي.

آغلې معراج په وېنا چې د ښځو سره سره د دې نقصان صوبې او فاټا ته هم کېدې شي او دا شان يو ځل بيا اين ايف سي او نور ترقياتي فنډز کې خېبر پښتونخوا او قبايلي سیمې متاثره کېدې شي.

(( دي سره به تولې سر شميرنۀ کې فرق راځي.چې کوم ترقياتي منصوبه بندۍ به کېعې هاغه به ترې متاثره کېږي ځکه چې کله يو سالانه ترقياتي پروګرام جوړېږي نو هغه د آبادې په تناسب سره جوړېږي او بيا زموږ خو ورسره سره لويه مسله د اين ايف سي(قامي مالياتي کمېشن) ده نو دې سر شمېررنه کې که زموږ ښځې شمېر نشي نو بيا به زموږ آبادي کمه ښودل کېږي او داسي به بيا د وسايلو تقسيم کې موږ پاتې شو ))

خو بل خوا د شمارياتو د ادارې چارواکې حبيب الله خټک وايي چې زنانو پخپله يادو سيمو ته د تګ نه انکار کړې وو.

د ده په وېنا د ښځينه عملې کموالي اثر په سر شميرنه نه دې پريوتې او د ښځو شمېرنه هم په سمه توګه روانه ده.

(( لرو پرتو سېمو کې دې له وجې خو مشکلات رامخې ته دي خو هم په دغه سيمو کې د دې ښځو ګرځيدل چې دي هغه هم ګرانه ده ځکه چې سحر وختي د کوره وتل بيا کور په کور ګرځيدل دا يو ګران کار دې نو ښځينه عملې دا ډيوټي رد کړه چې موږ دا نه شو کولې))

د شمارياتو ادارې شمېرې تر مخه په پنجاب صوبه کې ۶۴۴ په سېند کې ۱۶۷۱ او په بلوچستان کې ۷ ښځينه شمېره اخيستونکې عمله ده.))

د شمارياتو ادارې شمېرې تر مخه په پنجاب صوبه کې ۶۴۴ په سېند کې ۱۶۷۱ او په بلوچستان کې ۷ ښځينه شمېره اخيستونکې عمله ده.

د روانې مردم شمارې لپاره په مجموعي توګه قريبا يو لکه نولس زره تربيته يافته سرکاري ملازمين ټاکل شوي دي او دې نه علاوه د پاکستان پوځ دووه لکه امنيتي سر تيري هم په دې کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG