د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا مسله په خپله هم هوارولی شو. ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که چین له شمالي کوریا سره سخته رویه خپله نه کړه نو دوی چمتو دي چې په خپله د یاد هېواد جوهري پروګرام پرضد عمل وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د اتوار ورځفاینانشل ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په شپږمه او اومه نېټه د چین ولسمشر شي جین پینګ سره فلورېډا کې ملاقات کوي.

ټرمپ زیاته کړه چې چین پر شمالي کوریا زیات اغېز لري او ورته به پکار وي چې د شمالي کوریا په معامله کې له امریکا سره مرسته کوي یا نه یې کوي؟ د ټرمپ په وینا که مرسته یې وکړه، دا به د چین په ګټه وي او که ویې نه کړه نو دا به د هېچا لپاره ښه نه وي.

د امریکا ولسمشر وايي، هیواد یې د چین له مرستې پرته هم د شمالي کوریا معامله په خپل سر هم سمبالولی شي. له ټرمپه پوښتنه وشوه هغه به د شمالي کوریا مسله څنګه سمبالوي؟ نو هغه په ځواب کې وویل: دی به چا ته په دې اړه د اوس لپاره څه ونه وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG