د لاسرسي ځای

تازه خبر

موسیقي پولې نه مني، خو تورخم سندرغاړي پرېشانه کړي


سندرغاړی کرن خان
سندرغاړی کرن خان

له هغې راهيسې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پولو د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو شرط لګولی، د سيمې د عامو خلکو ترڅنګ هنرمندان هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوي.

پېښور مېشتی سندرغاړی سرفراز وايي، په دې وروستيو کې په خوست کې د موسيقۍ يو پروګرام ته دعوت شوی و، خو د پاکستان او افغانستان حکومتونو ترمنځ د روانو لانجو له وجې يې هلته تګ ته زړه ښه نه کړ.

په تورخم پوله له اسنادونو پرته سفر نشي کېدای
په تورخم پوله له اسنادونو پرته سفر نشي کېدای

« په خوست کې زما ملګرو راته د يو پروګرام ويلي وو، او وړانديز يې کړی و چې د الوتکې ټکټ به راکړي، خو موجوده حالاتو ته په کتو، زړه مې و نه غوښتل چې هلته ولاړ شم او موسيقي وکړم.زموږ نور هنرمندان ملګري هم په وېره کې دي او په افغانستان کې موسيقۍ کولو ته زړه نه ښه کوي. د دواړو هېوادونو حکومتونو پر پوله د تګ راتګ چارې سختې کړې دي.»

د دواړو هېوادونو حکومتونو پر پوله د تګ راتګ چارې سختې کړې دي.
سندرغاړی سرفراز

کرن خان، چې د سندرو مينه وال يې په افغانستان کې هم دي او ډېر ځله يې هلته د موسيقۍ کنسرټونه ورکړي دي، وايي د پاکستان حکومت د نويو سفري بنديزونو له وجې ده و نه شو کړای په دې وروستيو کې په جلال اباد کې د نارنج ګل په مشاعره او د موسيقۍ په پروګرام کې ګډون وکړي.

د نارنج ګل سږنۍ مشاعره کې یو هنرمند سندره وايي
د نارنج ګل سږنۍ مشاعره کې یو هنرمند سندره وايي

« په تېرو ورځو کې په جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې ته د ننګرهار خپلو ملګرو ډېر په مينه دعوت کړی وم. تورخم ته ولاړم، خو د افغانستان خاورې ته د اوښتو اجازه راته رانکړل شوه، او دا ځکه چې ما او هنرمندانو ملګرو مې د افغانستان ويزې نه وې لګولې. زموږ هنرمندان ملګري د افغانستان لخوا د واده ښادۍ او يا هم د ټي وي چينلونو پروګرامونو ته وبلل شي، خو دا چې سفري اسناد يې تيار نه وي، نو نه شي کولای په هغو پروګرامونو کې ګډون وکړي. دا نو بيخي غټ مشکل جوړ دی.»

د افغانستان خوا ته پښتانه سندرغاړي هم ورته ستونزو پرېشانه کړي.په جلال اباد کې سندرغاړی بريالی صمدي وايي، مخکې به يې بې ويرې او بې ترهې پر تورخم پوله تګ راتګ کاوه، خو اوس دغه کار ورته ګران شوی دی.

« هر سړی پرېشانه دی، په تېره هنرمندان له سخت مشکل سره مخاخ دي. مثلاً اوس د نارنج ګل پروګرام وشو، زموږ د پښتونخوا ملګري هنرمندان ورته رانغلای شول. که له هاغې خوا بيا موږ د کوم پروګرام لپاره دعوت کيږو، نو پر وخت ورته رسيدګي نه شو کولای. زموږ له ځينو ملګرو سره پاسپورټ وي، له ځينو سره بيا نه وي، نو هنرمندانو ته واقعي سخته پېښه ده. پخوا دا کيسې نه وې. زموږ حکومتي مشران بايد دا مشکل راته حل کړي.»

زموږ له ځينو ملګرو سره پاسپورټونه وي، له ځينو سره بيا نه وي، نو هنرمندانو ته واقعي سخته پېښه ده.
سندرغاړی بریالی صمدي

سندرغاړی کرن خان بيا وايي، دی افغانستان خپل کور ګڼي او هلته د تګ لپاره د ويزې اخيستل ورته ډېره عجبه خبره معلوميږي.دی البته د افغانستان او پاکستان له حکومتي چارواکو غواړي چې د سيمې د مشهورو هنرمندانو لپاره پر پوله د تګ راتګ چارې اسانه کړي.

« د يو پښتون يا يو افغان په حيث، که زه خپل کور ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا ولرم، دا نو ډېره عجيبه خبره راته ښکاري. دواړه خواوو ته معلوم هنرمندان دي چې د خپلو هنري کارونو لپاره د تورخم پر پوله تګ راتګ کوي، نو که داسې ممکنه وي چې دغو پېژندل شويو هنرمندانو ته د ويزو لرلو شرط ختم کړل شي. دا به يو ښه اقدام وي.»

هنرمندان وايي، په داسې حال کې چې د سيمې ناامنه وضيعت وار د مخه پښتو موسيقي زښته زياته ځپلې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هنرمندانو د سفرونو پر وړاندې حکومتي بنديزونه به د موسيقۍ هنر نور هم زيانمن کړي.

XS
SM
MD
LG