د لاسرسي ځای

انجمن حسینیه: د پاړه چینار بمي چاودنې پلټنې دې وشي


د پاړه چینار چاودنې زخمیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په کرمه ايجنسۍ کې د شیعه ګانو د ټولنې « انجمن حسینیه » مشر حاجي فقير حسن له حکومته غوښتنه کړېده چې د پاړه چنار بمي چاودنې او نورو پيښو پلټني او د اغيزمنو شويو خلکو سره دې مالي مرستي هم وکړي.

نوموړي پرون مشال راډيو ته وويل چې د مارچ د يو دېرشمې نيټې پيښه دردونکې وه.

« د ترسره شویو چاودنو پلټنه تر اوسه نه ده شوې. هېڅ ځواب چا رانه کړو چې دا هرڅه څوک کوي او ولې کوي؟ حالانکې دوی ( حکومت ) ته پته وي چې له بارودو ډک ګاډی چېرته تیار شو او څنګه راروان شو؟ دوی د ځانمرګو له فعالیتونو خبر وي خو مخنیوی یې نه کوي. »

پاړه چینار کې چاودنه

پاړه چینار کې چاودنه

بلخوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير مملکت محمد بيلغ الرحمن مشال راډيو ته وويل چې په هيواد کې په مجموعي توګه د ترهګرۍ او نورو پيښو کې کمی راغلی دی، خو دا پېښې په بشړه توګه ختمې شوې نه دي.

په پاړه چنار کې د مارچ د يو ديرشمې نيټې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG