د لاسرسي ځای

د پنجاب په سرګودا کې د يو درګا متولي خپل شل مريدان وژلي


د ارشیف انځور

د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودا ضلعې يو مقامي دربار متولي خپل شل ۲۰ مريدان وژلې او دوه ۲ نور يې ژوبل کړي دي.

د سرګودې ضلعې د صدر تانړې د پوليس اهلکار ضمير حسېن مشال راډيو ته وويل چې د چک نمبر ۹۵ شمالي په محمد علي درګا کې دا پيښه رامنځ ته شوېده.

د نوموړي په وينا د درګا متولي عبد الوحيد نومې تن به خپل مريدان درګا ته بلل او له نشيي توکیو له ورکولو وروسته به یې وژل.

ضمير حسېن زياتوي چې د اطلاع ترلاسه کولو ورسته یې تيره شپه يوه نيمه بجه د درګا نه ۱۶مړي او ۶ ژوبل کسان ډسټرکټ هېډکوارټر هسپتال ته ورسول چې پکې څلورو ۴ کسانو په هسپتال کې سا ورکړه، چې په دې توګه د وژلو شویو کسانو شميره شلو ته ورسېده چې پکې شپاړس نارينه او څلور زنانه شاملې دي او دوه نور کسان ژوبل دي.

ضمير حسېن وايي متولي عبد الوحيد او د هغه درې ملګري د پوليسو په ولقه کې دي او پلټنې ترې روانې دي.

د پنجاب وزيراعلې شهباز شريف په دې پېښه خپګان ښکاره کړی او د سرګودې پولیسو ته یې د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG