د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمې د صحت ښځینه کارکوونکي تنخواګانې غواړي


له خيبر قبايلي سيمو سره تعلق لرونکو ۲۰۰ د صحت ښځينه کارکوونکو له حکومته د تنخواګانو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د صحت کارکوونکو یوې غړې شازیه بي بي مشال راډیو ته وویل چې له تېرو اتو مياشتو دوی ته تنخواګانې نه دي ورکړل شوې.

شازيه زیاته کړه چې حکومت ورته د فنډونو د نشتوالي خبره کوي. خو په ياده قبايلي سيمه کې د صحت د څانګې مشر ډاکټر نياز وايي چې دغه ښځينه کارکوونکو چې په کومه پروژه کې کار کاوی په هغه کې څه قانوني ستونزې دي چې له وجې یې د دوی تنخوا ګانې نه دې ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG