د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک وايي ، د بجلۍ پر مسله د مرکزي حکومت ضد عدالت ته ځي


د خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک

د سردار حسېن بابک په وینا ، دوی ته نه ښکاري چې تحریک انصاف دې روښتیا هم د دې مسلې راپورته کولو او هوارولو ته جدي وي

پېښور: د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک په صوبه کې د روان لوډ شیډنګ او د وفاق لخوا صوبې ته د خپلې برخې بجلۍ نه ورکولو پر ضد عدالت ته د تلو اعلان کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي او پخواني وزیر شوکت یوسفزۍ وویل ، عدالت ته د تګ پرېکړه یې ځکه کړې چې له صوبې سره بې انصافي روانه ده.

شوکت یوسفزۍ مشال راډیو ته وویل چې خیبر پښتونخوا تر خپله اړتیا ډېره بجلۍ پیدا کوي خو د صوبې په زیاتره سیمو کې په شپه او ورځ کې ۱۶ ساعته بجلي نه وي.

هغه وویل ، مرکزي حکومت نه د بجلۍ په مد کې د صوبې امدن نه ورکوي او بل په صوبه کې پر هغو پروژو کار نه کوي کوم چې لا ډېره بجلي پیدا کولای شي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نشنل ګوند غړي سردار حسېن بابک مشال راډیو ته وویل چې ټول ګوندونه د صوبې د حقونو لپاره د صوبايي حکومت ملاتړ ته تیار دي.

خو د سردار حسېن بابک په وینا ، دوی ته نه ښکاري چې تحریک انصاف دې روښتیا هم د دې مسلې راپورته کولو او هوارولو ته جدي وي.

سردار حسېن بابک وویل ، له مرکزي حکومت سره د بجلۍ مسله هغه وخت هوارېدای شي چې د خیبر پښتونخوا حکومت او اپوزېشن په ګډه سپینه او غوڅه خبره وکړي.

شوکت یوسفزي وویل ، دوی پر دې سیاست نه کوي بلکې د ده په وینا دا د صوبې مسله ده او دا د دوی فرض دی چې ږغ پورته کړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک تر دې وړاندې هم د بجلۍ پر مسله د احتجاجونو اعلانونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG