د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېکس ټیلرسن: امریکا پر ورس بندیزونه جاري ساتي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دی پوهېږي د ناټو د هر یوه غړي ګواښل د ټولو غړیو ګواښل دي او هغوی باید د یاد اصل پر اساس غبرګون وښي.

پراګ: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن ویلي چې امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او پر روس به بندیزونه جاري ساتي.

ریکس ټیلرسن دا خبره د جمعې په ورځ په برسلز کې د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارولهوزیرانو سره په غونډه کې کړې ده.

هغه ویلي چې امریکا د اوکراین مځکنۍ واکمنتیا ته ژمن دی او پر روس به خپل بندیزونه پر ځای پاتې کړي.

دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د رېکس ټیلرسن لومړی ځل دی چې په داسې غونډه کې یې برخه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ژمنو پر سر شکونه زیات شوي او له ماسکو سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اړیکو لېوالتیا هم اندېښنې رامنځته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دی پوهېږي د ناټو د هر یوه غړي ګواښل د ټولو غړیو ګواښل دي او هغوی باید د یاد اصل پر اساس غبرګون وښي.

ریکس ټیلرسن وویل دا امریکا ته د منلو نه ده چې روس دې د اوکراین سرحدونه بدل کړي.

د لوېدیځو هېوادونو له هغه وروسته پر روس بندیزونه ولګول چې دغه هېواد په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمه د اوکراین له خاورې جلا او د روس یوه برخه یې وګرځوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG