د لاسرسي ځای

پاړه چنار: تحریک حسېنیه وايي ، امنیتي ځواکونو ۴ احتجاج کوونکي وژلي


په پاړه چنار کې تر چاودنه وروسته حالت

د سیمې انتظامي چارواکي تحصیلدار تنزیل مشال راډيو ته وویل، امنیتیو ځواکونو نېغ په نېغه نه بلکې د بلوه ګرو شړلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

پاړه چنار: د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چناره کې د جمعې په ورځ شوې چاودنې له هغه وروسته د پاکستانیو ځواکونو په مبینه ډزو کې د وژل شوو شمېر اوس لږ تر لږه ۲۶ ته رسېدلی دی.

دا چاودنه د جمعې په ورځ شاو خوا ۱۱ بجې د پاړه چنار په بازار کې د ښځو له مرکزي امام باړې سره نېزدې شوېچې پکې عام ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دتحریک حسينيه مشر او پخواني سينټر علامه عابد الحسين احسيني مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو تر چاودنه وروسته پر احتجاج کوونکو ډزې کړې دي چې څلور تنه پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي خو د کرمې پولیټیکل انتظامې چارواکي دا خبره ردوي.

د سیمې انتظامي چارواکي تحصیلدار تنزیل مشال راډيو ته وویل، امنیتیو ځواکونو نېغ په نېغه نه بلکې د بلوه ګرو شړلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

تحصیلدار تنزیل وايي، احتجاج د ولس حق دی خو که یوڅوک سرکاري ودانیو ته نقصان رسوي، نو دا یو جرم دی.

د تحریک حسينيه غړو تر ناوخته په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو له جسدونو سره احتجاجي ناسته کړې ده.

د یاد تنظیم یو بل مخکښ منیر حسین جعفري مشال راډيو ته وویل دا ناسته یې ځکه ختمه کړه چې ورته چارواکو او د جرګې غړو ډاډ ورکړی چې د امنیت په اړه به د دوی غوښتنېبه منل کېږي.

د پاکستان په پارلمان کې د کورمې یو استازي ساجد حسين طوري د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل دوی دا پوښتنه لري چې د پاړه چنار شاوخوا د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې دي نو بیا له بارودو ډک موټر څنګه هلته رسېدلی دی؟

ددي بريد ذمه واري تحریک طالبان پاکستانجماعت الحرار قبوله کړي.​

د کورمې سرښار پاړه چنار کې تر دې مخکې هم بمي چاودنې او ځانمرګې بریدونه شوي دي چې پکې یو شمېر عام ولس ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سیمه کې د جنورې پر ۲۲مه نېټه له عید ګاه سره نېزدې په سبزي منډۍ کې چاودنې ۲۳ تنه ولسي وګړي وژلي ول او ۵۰ نور یې ژوبل کړي ول.

XS
SM
MD
LG